کورپاڼه / د لوبو راپورونه / نیوزیلېنډ لوبډلې سکاټلېنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه

نیوزیلېنډ لوبډلې سکاټلېنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه

نیوزیلېنډ لوبډلې د سکاټلېنډ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره نیمه پایلوبې ته د وتلو هڅه روانه وساتله، بله خوا سکاټلېنډ له نړیوال جام څخه بهر شو.

د شل اوریز نړیوال جام ۳۲مه لوبه د سکاټلېنډ او نیوزیلېنډ لوبډلو ترمنځ د دوبۍ په نړیوال کرکټ لوبغالي ترسره شوه. د لوبې په پیل کې سکاټلېنډ پچه وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.

نیوزیلېنډ لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۲ منډې وکړې، چې مارټن ګوپټل ترټولو ښه وځلېده او ۹۳ منډې یې جوړې کړې. د سکاټلېنډ لپاره سفیان شریف او براډ ویل دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړې.

سکاټلېنډ لوبډلې د ۱۷۳ منډو هدف ترلاسه نشو کړای او د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۶ منډې وکړې او په ۱۶ منډو یې لوبه وبایلله.

د سکاټلېنډ لپاره متیو کراس ۲۷ او میچل لیسک ۴۲ ناسوځېدلې منډې وکړې. د نیوزیلېنډ لخوا ایش سودي او ټرینټ بولټ دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …