کورپاڼه / روغتيا / هغه عادتونه چې د زړه لپاره زیانمن وي

هغه عادتونه چې د زړه لپاره زیانمن وي

د زړه د ناروغۍ مهم لاملونه عبارت دي له غیر صحي خواړه، ورزش نه کول، د شکر ناروغۍ، لوړ فشار او سګرټ څکول. له دې نښو، نښانو د سینې سخت درد وي، چې ورو-ورو درد ټول بدن ته خپریږي. خو باید پوه شو چې ځینې بې ضرره نښې، نښانې د زړه د ناروغیو لامل کېږي.

که چېرته تر ډېره پورې خپله ورځ په ناسته تېروئ نو دا د ناروغیو د رامنځته کېدو سبب کېږي، ددې لپاره اړینه ده چې متحرک واوسو. که چېرته تاسې په یو داسې ځای کې کار کوئ چې ټوله ورځ مو په ناسته تېرېږي، نو له هر ساعت وروسته لږه قدم وهنه وکړئ.

ددې لپاره چې د زړه روغتیا ښه وساتئ نو منځني عمر ته مه په تمه کېږئ، ورزش، صحي خوړو، وینې فشار، کلیسترول او شکر ته پام وکړئ. که چېرته خپل خوراک ته پام ونه وکړو نو ستونزې راته پېښولی شي.

دغه راز دې ته هم باید پام وشي چې د وینې غوړ او فشار مو څنګه دی. د وزن ډېروالی هم یو له هغه ستونزو څخه دی چې که پام ورته ونشي، نو زړه ته مو زیانمن تمامېږي.

بل ناوړه عادت طبیعت ته پام نه کول، یعنې که چېرته خپل طبیعت ته پام ونه کړو، نو ښایۍ زیانمن راته تمام شي. بل لوري ته د سګریټ لوګی هم زړه او شیریانونو ته زیان رسوي، که چېرته د سګریټ په لوګي ککړ چاپیریال له پامه وغورځوو نو د زړه په ناروغیو مو اخته کوي.

دا هم ولولئ

که د ګردو تیږي لرئ نو په طبیعي ډول یې له منځه یوسئ

په اوسني دور کې بې شمېره کسان د ګردو یا بډوډ له تیږو او نورو …