کورپاڼه / کرکټ / بابر اعظم: د ډېرو هڅو او خواریو په سبب مې بیا لومړی مقام ونېوه

بابر اعظم: د ډېرو هڅو او خواریو په سبب مې بیا لومړی مقام ونېوه

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر بابر اعظم وایي، چې په شل اوریزو لوبو کې لومړی مقام خپلول د ویاړ خبره ده او دې مقام ته په ډېرو خواریو راغلی یم.

بابر اعظم له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې هره ورځ نوي وي او کوم پلان چې لرم په هغې عمل کوم، که چېرته تاسې کوم مقام خپلوئ نو دا ستاسو د خوارۍ څرګندونه کوي.

نوموړي زیاته کړې ده، چې هڅه کوم ترڅو تر ډېره پورې په لومړي مقام پاتې شم او محمد رضوان ته په اشارې وایي، لوبډلمشر لپاره د ویاړ خبره وي چې د لوبډلې لوبغاړی یې د لوبې غوره لوبغاړی کېږي.

بابر اعظم دغه راز ویلي چې دا ښه خبره ده چې یو لوبغاړی مسولیت اخلي او په درجه بندۍ کې مخکې راځي او دا چې لوبغاړي په درجه بندۍ کې مخکې راځي نو ما هم پر ځات باوري کوي.

هغه دا هم ویلي دي، زه ډېر د خوشحالۍ احساس کوم چې د پاکستان لوبډله مخکې ځي او د لوبغاړو ښه لوبه ماته نوره انرژي هم راکوي.

دا هم ولولئ

د فوټبال مشهور کلب د اماراتو په نوي پیلېدونکي شل اوریزه لیګ کې لوبډله واخیسته

د مانچیسټر یونایټیډ فوټبال کلب مالک د عربي اماراتو په نوي پیلېدونکې شل اوریزه لیګ …