کورپاڼه / جالب / هغه کلی، چېرته چې سګریټ څکول منع دي

هغه کلی، چېرته چې سګریټ څکول منع دي

په پاکستان کې یو داسې کلی هم شته، چېرته چې له تېرو اوو کلونو راهیسې په سګریټ څکول بندیز دی. دا بندیز د کلي د جومات امام لګولی دی.

د راپورونو له مخې ویل کېږي د پاکستان د فیصل آباد په یو کلي کې له تېرو اوو کلونو راهیسې بندیز دی او په دوکانونو کې یې هم سګریټ نه خرڅېږي.

راپور زیاتوي چې د کلي د جومات امام پر سګریټو بندیز پورې کړی او خلک یې هم خبرې مني خو زړو خلکو ته په کورونو کې د چیلم څکولو اجازه شته دی.

د کلي امام مولانا محمد امین په ودونو یا نورو خوشحالیو کې د ډول په وهلو، د سندرو په ویلو او د اور په لوبو هم بندیز پورې کړی دی او که چېرته د کلي ځوانان په کوم بل ځای کې واده کوي، نو هلته هم د یادو مراسمو ترسره کول هم ورته منع دی.

د کلي خلک په خپلو کې سره مرسته کوي، که چېرته په کلي کې څه ستونزه یا جنجال راپیدا کېږي، نو په جومات کې یې حلوي. دغه راز په دې کلي کې له لس زرو ډېر خلک ژوند کوی نو جومات یې یو دی، چې د اختر او جمعې لمونځونه پکې کېږي.

دا هم ولولئ

د ۲۰۲۲ کال په اړه حیرانوونکې خو وېرونکې وړاندوینې

د شپاړسمې پیړۍ مشهور فرانسوي ستور پیژندونکی نوسترادموس لکه څنګه چې د تېرو کلونو په …