کورپاڼه / د لوبو راپورونه / هند د افغانستان لوبډلې ته د ۲۱۱ منډو ستر هدف وټاکه

هند د افغانستان لوبډلې ته د ۲۱۱ منډو ستر هدف وټاکه

په لوبډله کې د مجیب الرحمن کمی احساسېده، ځکه خو هندۍ لوبډله پر افغان لوبډلې ډاډه ورغله او د ۲۱۱ منډو ستر هدف یې کېښود.

د نړیوال شل اوریز جام ۳۳مه د هند او افغانستان ترمنځ د ابوظبۍ په شیخ زاید لوبغالي کې ترسره کېږي. د لوبې په پیل کې افغان لوبډلې پچه وګټله خو توپ اچونه یې غوره کړه.

هند لوبډلې په لومړیو کې افغان لوبډله تر فشار لاندې راوست او هیڅ لوبغاړی ونه توانېده، چې پیلیز توپ وهونکي یې ژر وسوځوي، همدا لامل و چې هند لوبډلې یو ستر هدف وټاکه.

هند په ټاکلو شل اورونو کې د دوه لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۱۰ منډې جوړې کړې، چې له ډلې یې روهیت شرما ۷۴، لوکیش راهول ۶۹، ریشب پنټ ۲۷ او هاردیک پانډیا ۳۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د افغان لوبډلې لپاره ګلبدین نایب او کریم جنت یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه، خو نوین الحق ترټولو خرابه توپ اچونه وکړه، هغه په څلور اورونو کې ۵۹ منډې ورکړې.

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …