کورپاڼه / جالب / په لږ وخت کې ۶۷۳ ځلې د توپ یا بال پورته کولو نړیوال ریکارډ

په لږ وخت کې ۶۷۳ ځلې د توپ یا بال پورته کولو نړیوال ریکارډ

د امریکا په ایداهو ایالت، هغه شخص چې ډېر ځلې یې د ګنیز نړیوال ریکارډونه جوړ کړي، دا ځل یې یو بل نړیوال ریکارډ هم جوړ کړ.

د بهرنیو رسنیو د راپور پر اساس، دا امریکایي شخص ډیویډ ریش نومېږي، نوموړي له خپل ورور او یو ملګري سره په دریو دقیقو ترټولو ډېر توپ یا بال پورته کړی او ریکارډ یې جوړ کړی.

ډیویډ ریش له دې وړاندې هم د (STEM) د زده کړو د پرمختګ لپاره له دوه سوو ډېر ریکارډونه جوړ کړي، دا یو یې یو بل ریکارډ هم جوړ کړی.

راپور زیاتوي، ډیویډ ریش له خپل ورور جوناتن ریش او ملګري جون مورس سره په ګډه په درې دقیقو کې ۶۷۳ ځلې توپ یا بال پورته یا پاس کړ او له دې وړاندې د ۳۴۵ ځلو توپ پورته کولو ریکارډ مات کړ.

ډیویډ ریش ویلي دي، د ګنیز ادارې د اصولو له مخې پنځه تنو ته اجازه وه، چې په ګډه ریکارډ جوړ کړي خو موږ وویل چې کوچنی ټیم به ژر دا کار ترسره کړي.

دا هم ولولئ

هغه مشهور موږک مړ شو، چې د کرپټو کرنسۍ تجارت یې کاوه

د نړۍ په کچه مشهور موږک، چې د کرپټو کرنسیو یا ډیجیټل اسعارو تجارت یې …