کورپاڼه / کرکټ / راهول ډراوید په رسمي ډول د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی وټاکل شو

راهول ډراوید په رسمي ډول د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی وټاکل شو

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر راهول ډراویډ د یادې لوبډلې مشر روزونکی وټاکل شو او له نړیوال جام وروسته به خپله دنده پیل کړي.

د راپورونو پر اساس، د هند لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او ټیسټ کرکټر راهول ډراویډ، چې د بېنګلور په ملي اکاډومۍ کې په دنده بوخت دی، په رسمي ډول د هند کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی شو.

هندي رسنۍ وایي چې راهول ډراویډ به د شل اوریز نړیوال جام وروسته، کله چې روي شاستري دنده پای ته ورسېږي، نو راهول ډراویډ به د یادې لوبډلې روزنه په غاړه واخلي.

اته څلویښت کلن راهول ډراویډ له تېرو شپږو کلونو راهیسې د هند د الف او نولس کلنو لوبډلې مدیریت پر غاړه لري او اوس ورته د هند کرکټ بورډ مشر سارو ګنګولي له لورې هغه ته تر ۲۰۲۳ کال پورې د ملي لوبډلې د روزنې وړاندیز شوی و او اوس په رسمي ډول مشر روزونکی شو.

د یادولو وړ ده چې راهول ډراویډ له ۱۹۹۶ کال راهیسې تر ۲۰۱۲ کال پورې د هند لپاره ۱۶۴ ټیسټ او ۳۴۴ یوه ورځنۍ لوبې ترسره کړي دي.

دا هم ولولئ

د فوټبال مشهور کلب د اماراتو په نوي پیلېدونکي شل اوریزه لیګ کې لوبډله واخیسته

د مانچیسټر یونایټیډ فوټبال کلب مالک د عربي اماراتو په نوي پیلېدونکې شل اوریزه لیګ …