کورپاڼه / خپلواک / اصغر افغان يو ځل بيا د ملي لوبډلې لوبډلمشر شو
اصغر افغان

اصغر افغان يو ځل بيا د ملي لوبډلې لوبډلمشر شو

خپلواک وېبپاڼه (۱۱ دسمبر ۲۰۱۹): د افغانستان د ملي لوبډلې د درې واړه بڼو لوبډلمشر راشد خان له لوبډلمشرۍ لیرې او پر ځای يې پخوانی لوبډلمشر او اوسنی مرستیال لوبډلمشر اصغر افغان بېرته د ملي لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو او راشد خان مرستیال لوبډلمشر شو.
په افغانستان کرکټ بورډ کې نن د کرکټ بورډ عمومي رییس فرهان یوسفزي د رسنیو پر وړاندې نوی لوبډلمشر اعلان او راشد خان يې د هغه مرستيال وټاکه.

فرهان يوسفزي په خپلو خبرو کې وويل، چې د غوراوي کمېټې او د تخنيکي بورډ له سره ناستو او مشورو وروسته يې پرېکړه وکړه چې اصغر افغان بېرته د ملي لوبډلې لوبډلمشر کړي.

هغه وويل چې راشد خان په نورو لوبو کې هم ډېر مصروفه وي او همدا راز راتلونکي کې اسيا جام او نړيوال جام هم لرو، نو اصغر افغان يې په دې لوبډلمشر وټاکه، تر څو له تجربو يې ګټه واخلو.

فرهان یوسفزی

اصغر افغان په خپلو خبرو کې له کرکټ بورډ مننه وکړه چې په هغه يې باور وکړ او همدا راز وې ويل، چې مخکې يې هم ۴ کاله د ملي لوبډلې لوبډلمشري کړې او ټولو خلکو ته يې خپله وړتيا ښکاره کړې ده او دا ځل به هم هڅه وکړي چې يو بريالی لوبډلمشر شي.

اصغر افغان چې څو کاله د ملي لوبډلې لوبډلمشر پاتې شوی، د ۲۰۱۹ نړیوال جام نه مخکې د هغه وخت عمومي رییس عزیزالله فضلي له لوبډلمشرۍ لیرې او پر ځای يې د یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر ګلبدین نایب، د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر راشد خان او د ټېسټ لوبډلې لوبډلمشر رحمت شاه وټاکه.

د نوموړي د دغه پرېکړې په اړه محمد نبي او راشد خان په ټولنیزو رسنیو کې غبرګون هم ښکاره کړ او دغه يې یوه غلطه پرېکړه وبلله.

په ۲۰۱۹ نړیوال جام کې افغان لوبډلې هېڅ لوبه ونه ګټله او له هغه وروسته یو ځل بیا د ملي لوبډلې لوبډلمشر بدل او پر ځای يې راشد خان د درې واړه بڼو لوبډلمشر وټاکل شو او اصغر افغان يې مرستیال لوبډلمشر اعلان شو.

راشد خان د خپلې لوبډلمشرۍ پر مهال د بنګله دېش او زمبابوې سره درې اړخيزه شل اوریزه لوبلړۍ ترسره کړه، چې د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ مساوي شوه. همدا راز له بنګله دېش سره یوازینۍ ټېسټ سیالي هم ترسره او افغانستان پکې بریا خپله کړه.

د راشد خان په مشرۍ افغانستان له ویسټ انډیز سره په هند کې درې یو ورځنۍ، درې شل اوریزې او یوازينۍ ټېسټ لوبه ترسره کړه.
په یو ورځنیو لوبو کې ویسټ انډیز په ۳-۰ سره بریا خپله او په شل اوریزه لوبلړۍ کې افغانستان په ۲-۱ سره بریا خپله کړه. همدا راز په یوازینۍ ټېسټ لوبه کې هم ویسټ انډیز د افغانستان لوبډلې ته ماته ورکړه.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …