کورپاڼه / کرکټ / افغان لوبډلې له هند څخه ستره ماتې وخوړه

افغان لوبډلې له هند څخه ستره ماتې وخوړه

افغان لوبډلې د ۲۱۱ منډو په تعقیب پسې ښه پیل وانخیست، دواړه پیلیز توپ وهونکي یې بېخي ژر اوټ شول او په نړیوال جام کې یې خپله دویمه لوبه هم وبایلله.

د نړیوال شل اوریز جام ۳۳مه د هند او افغانستان ترمنځ د ابوظبۍ په شیخ زاید لوبغالي کې ترسره شوه. د لوبې په پیل کې افغان لوبډلې پچه وګټله خو توپ اچونه یې غوره کړه.

هند په ټاکلو شل اورونو کې د دوه لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۱۰ منډې جوړې کړې، چې له ډلې یې روهیت شرما ۷۴، لوکیش راهول ۶۹، ریشب پنټ ۲۷ او هاردیک پانډیا ۳۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د افغان لوبډلې لپاره ګلبدین نایب او کریم جنت یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه، خو نوین الحق ترټولو خرابه توپ اچونه وکړه، هغه په څلور اورونو کې ۵۹ منډې ورکړې.

افغان لوبډلې د ۲۱۱ منډو په تعقیب ۱۴۴ منډې وکړې او د ۶۶ منډو په توپیر ماتې وخوړه، د افغان لوبډلې لپاره رحمن الله ګربز ۱۹، ګلبدین نایب ۱۸، محمد نبي ۳۵ او کریم جنت ۴۲ ناسوځېدلې منډې وکړې. د هند لپاره محمد شامي درې، اشوین دوه، جدیجا او بومرا یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

لانس کلوزنر د ملي لوبډلې له روزنې لاس واخیسته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکې لانس کلوزنر پرېکړه کړې، چې نور به د …