کورپاڼه / کرکټ / انګلستان لوبډلې له نیمه پایلوبې وړاندې مهم لوبغاړی له لاسه ورکړ

انګلستان لوبډلې له نیمه پایلوبې وړاندې مهم لوبغاړی له لاسه ورکړ

انګلستان لوبډلې، چې په ای ګروپ کې یې څلور پرلپسې لوبې ګټلي او نیمه پایلوبې ته یې لار موندلې، خو اوس یې مهم لوبغاړی له لاسه ورکړ.

د انګلستان لوبډلې چټک توپ اچونکی ټایمل میلز د ټپي کېدو په سبب له نړیوال جام څخه بهر شو. نوموړی د دوشنبې په ورځ د سریلانکا پر وړاندې په لوبه کې ټپي شو، چې بیا له میدان څخه هم ووت او لوبو کولو ته یې ادامه ور نکړه.

له هغې وروسته روغتون ته یوړل شو او له معایناتو وروسته معلومه شوه، چې ټایمل میلز سخت ټپی دی او د آرام مشوره ورکړل، ځکه چې د ټپ رغېدو یې درې اوونیو وخت ته اړتیا درلوده.

انګلستان لوبډلې د تایمل میلز معایناتو ته په کتو هغه له لوبډلې ووست او پرځای کې ریس ټوپلي پنځلس کسیز سکواډ ته اضافه کړ، چې د کرکټ نړیوالې شورا هم ورسره ومنله.

د میلز ټپي کېدل د انګلستان لپاره ډېر بد زېری دی ځکه چې هغه د خپلې چټکې توپ اچونې د وړتیا په لرلو مشهور دی او د اوه ویکټو په اخیستلو دویم غوره انګلستانی توپ اچونکی دی.

دا هم ولولئ

لانس کلوزنر د ملي لوبډلې له روزنې لاس واخیسته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکې لانس کلوزنر پرېکړه کړې، چې نور به د …