کورپاڼه / خپلواک / فیسبوک یوه ډېره په زړه پورې ځانګړتیا له منځه وړي

فیسبوک یوه ډېره په زړه پورې ځانګړتیا له منځه وړي

له کله راهیسې چې د ټولنیزو رسنیو د ترټولو مشهورې ویبپاڼې فیسبوک د شرکت نوم بدل شي، یاده ویبياڼه هم په دې فکر دی چې پخپل پلیټ فارم کې بدلون راولي او اوس د محرمیت ساتلو لپاره د یوې بلې ځانګړنې د ختمولو پرېکړه کړې.

د رسنیو د راپور پر اساس، د فیسبوک اصلي شرکت (میټا) پرېکړه کړې، چې د کاروونکو د محرمیت ساتلو لپاره پر فیسبوک د مخ پيژندنې سیستم لغوه او ملیاردونو مخ پرنټونه له منځه یوسي.

راپور زیاتوي، فیسبوک اوسمهال د ټیکنالوژي برخه کې له ډېر بد وضعیت سره مخ دی، دا ځکه چې یو شمېر قانون جوړونکو، خبریالانو او د امریکا چارواکو د فیسبوک داخلي اسناد ښکاره کړي دي.

میټا شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د مخ پيژندنې ټیکنالوژي د ارزښت په اړه ډېرې اندېښنې شته او چارواکي په دې برخه کې په کار بوخت دي، ترڅو ددې استعمال کنترول او په تړاو یې نوی قانون رامنځته کړي او موږ مناسبه ګټو چې یاد سیستم محدود کړو.

د فیسبوک د پرېکړې پر اساس به هغه ځانګړتیا له منځه وړل کېږي چې په اتومات ډول یې عکسونه ښکاره کېږي. یعنې کله چې د ټیګ آپشن راځي نو ورسره د ځینو کسانو هم ښکاره کېږي چې دې کار هیکرانو سره مرسته کوله.

دا هم ولولئ

کشمش په دې طریقه لامده او استعمال کړئ او حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

کشمش یا مویز، چې له وچو انګورو څخه لاسته راځي، د طبیعي خوږلت یوه مهمه …