کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / د هند پر وړاندې د افغانستان پر لوبه د پاکستانیو لوبغاړو څرګندونې

د هند پر وړاندې د افغانستان پر لوبه د پاکستانیو لوبغاړو څرګندونې

پرون افغان لوبډله د نړیوال جام پخپله څلورمه لوبه کې له هند سره مخ شو، چې یوه ستره ماتې وخوړه. له دې لوبې وړاندې ډېرو پاکستانیو لوبغاړو وړاندوینه کړې وه، چې دا لوبه به افغان لوبډله ګټي، خو اوس یې بیا پر افغان لوبډله خپل بحثونه کړي دي.

د پاکستان د ټیسټ لوبو پخواني لوبغاړي سکندر بخت ویلي دي، زما په فکر افغان لوبډله چې څنګه لوبېږي، هغسې ونه لوبېده. هغه له پاکستاني رسنۍ سره په خبرو کې وویل چې افغان لوبډله د خپلې وړټیا مطابق ونه لوبېده.

شعیب اختر ویلي دي، چې د لوبې د فکس کولو په اړه مه غږیږئ، په لوبه کې د فکس کولو کوم څه نه تر سترګو کېده او داسې خبرې کول نه دي پکار چې افغان لوبډله خپل هېواد ته لاړه شي او هلته له ستونزو سره مخ شي، بلکې د افغان لوبډلې د لوبې پلان سم نه و.

اختر زیاتوي، افغان لوبډله د حکومت له لورې دومره نه سپورټ کېږي، د لوبډلې غوراوی او لوبډلمشر هیڅ ښه نه وه، افغان لوبډلې چې موږ ته څومره سرخوږی جوړ کړی، د هغې نیمایي هم هند جوړ نشو کړای.

بل لوري ته انضمام الحق ویلي، دا لومړی ځل دی چې نیمه پایلوبې ته د افغانستان د راوتو خبرې کېږي، کله چې فشار راځي نو د کوچنیو لوبډلو پښې په لړزېدا شي او د مجیب نه شتون ډېر محسوسېده. هغه زیاتوي هند د منځني کچې چټک بالران ښه لوبوي او ویې هم لوبول، خو افغانستان د خپلو وړتیاوو مطابق ونه لوبېده.

دغه راز مشتاق احمد ویلي، پیچ د توپ وهونکو لپاره جوړ و، نبي ښه لوبډلمشري ونه کړه او همدا لامل و چې ۲۰-۳۰ زیات راغلل او راشد یې هم وروسته راوست. نوموړی زیاتوي چې افغان لوبډلې د توپ اچونې ترڅنګ توپ وهنه هم سمه ونه کړه، خو د نیوزیلېنډ پر وړاندې دې ډېر سپینران ولوبوي.

دا هم ولولئ

د فوټبال مشهور کلب د اماراتو په نوي پیلېدونکي شل اوریزه لیګ کې لوبډله واخیسته

د مانچیسټر یونایټیډ فوټبال کلب مالک د عربي اماراتو په نوي پیلېدونکې شل اوریزه لیګ …