کورپاڼه / کرکټ / انمکټ چاند لومړی هندي لوبغاړی شو چې په بیګ باش کې به ولوبېږي

انمکټ چاند لومړی هندي لوبغاړی شو چې په بیګ باش کې به ولوبېږي

د هند له نولس کلنو کمه عمره لوبډلې پخواني لوبډلمشر انمکټ چاند لومړنی هندي لوبغاړی شو، چې د استرالیا په غوره لیګ (بیګ باش) کې د لوبېدو تړون یې لاسلیک کړ.

د سرچینو د معلومات پر اساس، پخواني لوبډلمشر انمکټ چاند د بیګ باش په سیالیو کې د میلبورن رینګیډز لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ. په یاده لوبډله کې تېر کال محمد نبي او نور احمد هم لوبېده.

انمکټ چاند د هند لپاره نهه کاله وړاندې (۲۰۱۲) کې د نولس کلنو نړيوال جام کې د لوبډلمشر په توګه لوبېدلی وو، چې بیا په یاد هېواد کې له کرکټ کولو لاس په سر شو.

چاند په دې موخه له کرکټ څخه لاس په سر شو، ترڅو د امريکاکرکټ ملي لوبډلې په ګټه ولوبيږي او دا پرېکړه یې ځکه وکړه، چې نوموړي ته نه په کورني او نه په نړیوال کرکټ کې پام کېده او له نظره غورځول شوی و.

نوموړي په ۲۰۱۲ کې د نړيوال جام پر مهال د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر و او پايلوبه کې يې اسټراليا ته په ماتې ورکولو سره اتلولي وګټله او څه موده وړاندې یې د امريکا کرکټ لوبډلې لپاره د لوبېدو پرېکړه وکړه.

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …