کورپاڼه / جالب / په هند کې یو شخص له (۹۵) کلونو راهیسې ویښته نه دي پرې کړي

په هند کې یو شخص له (۹۵) کلونو راهیسې ویښته نه دي پرې کړي

په نړۍ کې ځینې داسې عجیب او حیرانوونکې شیان شته، چې باور پرې کول ګران وي، خو نن به تاسو ته د یو داسې شخص په اړه وغږیږو، چې هغه هیڅکله خپل ویښتان نه دي پرې کړي.

دغه کس د هند د سویلي ایالت مولاکل مورو اوسېدونکی دی او ډوډاپلیا نومېږي. د نوموړي ویښته دومره اوږده شوي چې د لونګۍ په څېر یې له سر څخه تاو کړي او بیا پرې سپین رنګه لونګۍ هم وهي.

د ډوډاپلیا د ویښتان وزن دومره ډېر شوی، چې کابو کول یې ورته ستونزمن دی او حتی په لار هم سم نشي تللی، نو ځکه خو هغه په یو لاس امساء او بل طرف ته د یو کس په مرسته ګرځي.

په زړه پورې داده چې ډوډاپلیا پنځه نوي کاله عمر لري او په ټول عمر کې یې ویښته نه دي پرې کړي، ځکه د کلي خلک په دې باور دي چې دا یې د بګوان ځانګړی شخص دی. نوموړی نه یوازې په هند بلکې په ټوله نړۍ کې مشهور دی او له ډېر لېرې ځایه یې هم لېدو ته ورځي.

ډوډاپلیا، چې څلرویشت فوټه اوږده ویښتان لري، په دې باور دی که چېرته ویښته پرې کړي نو څوک به ارزښت ور نکړي او یو عام انسان به شي.

دا هم ولولئ

راشد خان او مجیب الرحمان

راشد خان بیا ناییتوب شروع کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشهور ورو توپ اچونکي راشد خان یوه ویډیو خپره شوې …