کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / د ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت شهیدي ۲۷ کلن شو

د ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت شهیدي ۲۷ کلن شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د یوه ورځنیو او ټیسټ لوبو لوبډلمشر حشمت الله شهيدي نن د ۲۷ کالو شو، نوموړى په ۱۹۹۴ کال کې د نومبر په ۴مه نېټه په لوګر ولايت کې زېږېدلى دی.

حشمت الله شهيدي، چې څه موده وړاندې د یوه ورځنیو او ټیسټ لوبو لوبډلمشر اعلان شو، په ملي لوبډله کې په ټاپ ارډر او مډل ارډر کې توپوهنه ترسره کوي او اوسمهال په نړیوال شل اوریز جام کې د ملي لوبډلې سره په سفر کې دی.

حشمت الله شهيدي، چې په ۲۰۱۳ کال یې نړیوال کرکټ پیل کړ، د افغانستان لپاره ۵ ټېسټ، ۴۱ نړيوالې يو ورځنۍ او ۴ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړي دي.

نوموړي په ټېسټ لوبو کې ۳۵۳ منډې کړې دي چې زياتې منډې يې ۲۰۰ دي. په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې يې ۱۱۵۴ منډې کړې دي، چې ٩٧ ناسوځېدلې يې زياتې منډې دي. همدا راز په څلورو نړيوالو شل اوريزو لوبو کې يې ۲ لوبو کې توپ وهنه کړې او یوازې ۲ منډې لري.

شهیدي په ٢٠٢٠ کال شپږيزه کرکټ ليګ کې د مس عينک اتلانو لوبډلې لپاره لوبېده، چې په ٨ لوبو کې يې ٣٣٩ منډې ترلاسه کړې او ٩٧ ناسوځېدلې يې په يوه لوبه کې زياتې منډې وې.

دا هم ولولئ

جورج بیلي ۳۹ کلن شو؛ د هغه په اړه نور معلومات دلته ولولئ

استرالیایي لوبغاړی جورج بیلي، چې بشپړ نوم یې جورج جوهان بیلي دی، د ۱۹۸۲ کال …