کورپاڼه / روغتيا / څه ډول کولی شو چې په خوراک کې د سوډیم کچه کمه کړو؟

څه ډول کولی شو چې په خوراک کې د سوډیم کچه کمه کړو؟

په غذایي توکو کې د سودیم کمښت د وینې د لوړ فشار په کنترول کېږي مرسته کوي. که چېرته تاسو د وینی لوړ فشار لرئ، نو په خورک کې په لږه د سوډیم کمښت هم کولی شي د زړه روغتیا ته مو وده ورکړي.

د وینې فشار په کنترول یا لوړوالي کې غذایي توکي مهم رول لوبوي. که چېرته په غذایي رژیم کې غلې دانې، مېوې، سبزیجات، لږ غوړ لرونکي لبنیات، سیچوریټډ فیټ او لږ کلیسترول لرونکې خواړه وخوړل شي نو د وینې فشار تر ۱۱ mm Hg پورې کمولی شي.

څنګه کولی شو چې د سوډیم کمښت شونی کړو؟ ددې لپاره چې په خوراک کې سوډیم کم کړو، باید لاندې ټکي په نظر کې ونیسو:

۱- هر ډول خواړه چې استعمالوئ، نو مخکې تر مخکې یې د سوډیم اندازه وګورئ.

۲- هغه خوراکي توکي وکاروئ چې د سوډیم کچه یې لږه وي.

۳- د پروسیس شوو خوراکي توکو استعمال کم کړئ، ځکه چې په عام ډول د طبیعي خوړو په تیاري کې په لږه اندازه سوډیم وي او په پروسیس خوړو کې زیات سوډیم وي.

۴- د خوراک د ذایقې لپاره د مالګې استعمال ډېر مهم وي او په یوه کاچوغه کې (۲۳۰۰) ملي ګرامه سوډیم وي نو اړینه ده چې د مالګې اندازه کمه کړو.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د بدن ویټامین ډي پوره کوي

ویټامین ډي د انسان بدن لپاره خورا اړین ګڼل کیږي او کمښت یې د هډوکو …