کورپاڼه / روغتيا / په ژمي کې ولې ګردونه ډېر وي، څنګه ترې ځان وساتو؟

په ژمي کې ولې ګردونه ډېر وي، څنګه ترې ځان وساتو؟

د ژمي په موسم کې د فضاء پورتنۍ او منځنۍ برخه سختو ګردونو یا لوګي پوښلي وي، دا ستونزه د هر کال په تېرېدو سره ډېرېږي، ځکه چې له ځمکې پورته کېدونکې د ککړتیا ذرې له ګرد سره یوځای کې هوا خړوي.

په لوګي یل خړوالي یا ګرد کې د هوا ککړتیا د نایتروجن اکسایډونو، سلفر اکسایډونو، اوزون، لوګي یا لږ ترسترګو کېدونکې ککړتیا لکه کاربن مونو اکساید، کلورو فلورو کاربن او داسې نور شامل دي. اوس پوښتنه داده چې دا ګرد یا لوګی څه ډول جوړېږي؟

په عام ډول د زیاتې ګڼې ګوڼې، د تودوخې لوړه درجه، د لمر وړانګې او د وچې هوا پایله وي، پدې مانا چې په ژمي کې، کله چې د باد سرعت کم وي نو دا د لوګي او ګرد په راټولېدو کې مرسته کوي او هغه وخت ککړتیا تشکیلوي چې پر ځمکه ککړتیا ډېره وي. اوس پوښتنه داده چې څه ډول ترې ځان وساتو؟

کله چې له هر بهر ګرځئ نو خولې ته ماسک او سترګو ته عینکې واچوئ او که چېرته ګرد یا لوګی ډېر وي نو په دې حالت کې کور کې پاتې شئ او د کوټې کړکۍ بندې کړئ.

دغه راز په دې دوران کې سګریټ پرېږدئ، چېرته چې ګردونه وي هلته ورزش مه کوئ ځکه د ورزش پرمهال ککړه هوا تنفس کېږي او ترڅنګ ډېرې اوبه وڅښئ.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د بدن ویټامین ډي پوره کوي

ویټامین ډي د انسان بدن لپاره خورا اړین ګڼل کیږي او کمښت یې د هډوکو …