کورپاڼه / روغتيا / دفاعي سیستم مو په دې توکو پیاوړی کړئ

دفاعي سیستم مو په دې توکو پیاوړی کړئ

د ژمي موسم په رارسېدو سره د دفاعي سیستم پیاوړتیا اړینه وي، ځکه که چېرته دفاعي سیستم پیاوړی وي نو انسان له ګڼ شمېر ناروغیو څخه خوندي پاتې کېږي او ددې لپاره چې دفاعي سیستم مو پیاوړی وي باید لاندې توکي استعمال کړو.

سپیرکۍ او زڼکۍ:
سپیرکۍ او زڼکۍ د بدن هاضمې سیستم لپاره خورا ګټور وي او د دفاعي سیستم په پیاوړتیا کې مرسته کوي او د وینې د شکر په کنترول او د بکتریا سره په مقابله کې مرسته کوي.

کورکمن:
کورکمن د بکتریا ضد خاصیت یا ځانګړتیا لري، چې د بدن د انټي اکسیدانټ وړتیا ډېروي او له ګڼ شمېر ناروغیو پر وړاندې مقابله کوي.

لونګ او بادیان:
لونګ او بادیان د دفاعي سیستم په پیاوړتیا او د هاضمې سیستم په ښه کولو کې مرستندویه تمامېږي، که چېرته ستاسو هاضمې سیستم ښه وي نو د ناروغیو پر وړاندې مقابله کول به آسانه وي.

ادرکو پوډر:
د ادرکو پوډر د جنجرول په نوم ماده لري چې د درملو خاصیت لري، چې د وینې شکر په کمولو کې مرسته کوي او دایمي بدهضمي له منځه وړي.

دا هم ولولئ

څنګه کولی شو چې په ژمي کې د پوستکي له سپوروالي ځان وژغورو؟

په ژمي کې د پوستکي سپوروالی یوه ډېره عامه ستونزه ده، چې د دې ستونزې …