کورپاڼه / روغتيا / د وینې لوړ فشار به څنګه کنترولوو؟

د وینې لوړ فشار به څنګه کنترولوو؟

د وینې لوړ فشار د شریانونو خلاف د وینې جریان فشار دی، چې د وخت په تېرېدو رګونو ته ځان رسوي او د زړه او ګردو د ناروغیو په ګډون د فلج سبب کېږي.

دا ناروغي تر کلونو پورې کومه ځانګړې نښه نه څرګندوي نو ځکه خو انسان په خاموش ډول له منځه وړي. د وینې فشار نارمل اندازه ۸۰-۱۲۰ وي او که له دې ډېر شي نو لوړ فشار ورته وایي، که چېرته په یو څو لارښونو عمل وشي نو له یادې ستونزې ژغورلی کېدلی شو.

په وزن کې د کمښت په راوستلو سره کولی شو چې یاده ناروغي کنترول کړو. د وینې لوړ فشار لرونکي ناروغانو ته اړینه ده چې په اوونۍ کې ۱۵۰ دقیقې او په ورځ کې ۳۰ دقیقې ورزش وکړي.

د وینې فشار کابو کولو یا ډېروالو کې غذا ډېر مهم رول لوبوي، نو هغه خواړه چې پوتاشیم، میګنیزیم، فایبر او په لږه اندازه فایبر ولري، باید استعمال شي.

د خوراک کچې ته وکتل شي، چې څه خورئ او څه وخت یې خورئ. دغه راز سبزیجات، هوږه، جغندز، ګازرې، ځمکي توت لو وچې مېوې هم ګټورې وي.

دا هم ولولئ

که د ګردو تیږي لرئ نو په طبیعي ډول یې له منځه یوسئ

په اوسني دور کې بې شمېره کسان د ګردو یا بډوډ له تیږو او نورو …