کورپاڼه / روغتيا / تور چای وڅښئ او له شکرې ناروغۍ څخه ځان وساتئ

تور چای وڅښئ او له شکرې ناروغۍ څخه ځان وساتئ

د ژمي په رارسېدو سره د تورو چایو استعمال ډېرېږي، نو اړینه ده چې مخکې تر مخکې یې د کارول له ګټور خبر شو. د خوراکي توکو کارپوهان وایي، چې تور چای د انتي اکسیدانو تر ټولو ښه منبع ده او په همدې سبب د بدن دفاعي سيستم پیاوړی کوي او د وینې له لوړ فشار سره هم مقابله کوي.

څېړونکې د یوې څېړنې پر اساس وایي، چې د تور چای ګټې یوازې تر ذکر شوي حده پورې نه دي، بلکې د شکرې ناروغۍ د کنټرول لپاره هم ګټور تمامېږي.

تور چای پخپل ترکیب کې پلي سکاریدونه، چې د نشایستې او سلولوزو لرونکي دي، لري چې شکرې ناروغۍ د کنټرول لپاره خورا ګټور وي، ځکه چې دا ترکیبونه په بدن کې له اړتیا ډېر ګلوکوز د جذب مخنیوی کوي.

دغه راز په تور چای کې د پولیفنولونه او انتي اکسیدان شتون د سلولونو د تخریب مخه نیسي او هم کولی شي چې په بدن کې د انسولینو کچه برابره وساتي.

بل لوري ته شین چای هم د شکر لپاره خورا ګټور وي، ځکه چې شین چای د بدن اضافي وزن کموۍ او د وزن ډېروالی د شکرې ناروغۍ له مهمو لاملونو څخه دی.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د اوږد او سالم ژوند لپاره ګټور وي

څوک دا هیله نلري چې سالم، اوږد او ښه ژوند ولري، خو په اوسني دور …