کورپاڼه / روغتيا / دا خواړه وخورئ او غاښونه مو پیاوړي کړئ

دا خواړه وخورئ او غاښونه مو پیاوړي کړئ

غاښونه نه یوازې د انسان د بدن یو له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي، بلکې په شخصیت کې یې هم مهم رول لوبوي. که چېرته د کوم شخص غاښونه ژېړ یا خراب وي، هغوی د کمترۍ احساس کوي.

دغه راز روغ غاښونه انسان ته پیاوړتیا وربخښي او ځواک ورکوي، خو که چېرته چیجن یا خراب وي، نو مطلب یې دا وي چې تاسې خپلې روغتیا ته پام نه کوئ. که څه هم مسواک او برس غاښونه ښه ساتي، خو ترڅنګ ځینې نورې لارې چارې هم د غاښونو د ښه ساتلو سبب کېږي.

اوبه د ژوند په مانا دي، یعنې که اوبه نه وي نو ژوند ناشونی دی، همدغه ډول اوبه د غاښونو او خولې د پاکوالي لپاره هم خورا ګټورې وي، نو ددې لپاره باید له خوراک وړاندې او وروسته خوله ووینځو.

په خوراکي توکو کې د لبنیاتو د بېلګې په توګه شېدې، کورت، پنیر او نور شاملول هم ګټور تمامېږي او د یو شمېر تازه مېوو او سبزیجات کارول هم د غاښونو روغتیا ته ګټور وي.

دغه راز وچې مېوې لکه چهارمغز، بادام او جلغوزي، چې په زیاته اندازه ویټامینونه، منرالونه، کلسیم، اوسپنه، پوتاشیم او زنک لري، هم د غاښونو روغتیا ته ګټور وي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د بدن ویټامین ډي پوره کوي

ویټامین ډي د انسان بدن لپاره خورا اړین ګڼل کیږي او کمښت یې د هډوکو …