کورپاڼه / جالب / هغه ځوان چې د (۶۲) انچه په لوړوالي یې سرچپه ملاق اړولی

هغه ځوان چې د (۶۲) انچه په لوړوالي یې سرچپه ملاق اړولی

د ټری کولنس په نوم یو امریکایي ځوان د (۶۲) انچه په لوړوالی د سرچپه ملاق په اړولو سره د نړیوال ریکارډ جوړولو ادعا کړې، خو د ګنیز نړیوالو ریکارډونو ادارئ یې د منلو لپاره یو څه وخت غوښتی دی.

راپورونه وایي، د مشیګن شل کلن اوسیدونکې ټری کولنس دتېرې شنبې په ورځ د (۶۲) انچه په لوړوالي د سرچپه ملاق اړولو ادعا کړې او ټولو ثبوتونه او هلته د دوو موجود شاهدانو د لاسلیکونو په ګډون د ګنیز ادارې ته استولي.

خو د ګنیز اداره وایي چې دوی د یادې ادعا د منلو لپاره دولس اوونۍ وخت ته اړتیا لري. کولنس له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دا فکر له ښوونځي څخه تر فارغېدو وروسته ور ولوېده، ځکه چې نوموړی په ښوونځي د باسکټبال لوبډله کې و او لوړ جمپ یا ټوپ به یې واهه.

له دې وړاندې د ترټولو لوړ سرچپه ملاق اړولو ریکارډ د (۵۸) انچه دی، چې د ټایسن ایډورډس په نوم د جمناستک یو لوبغاړي په ۲۰۱۴ کال جوړ کړی و.

کولنس وایي چې ددې ریکارډ ماتولو لپاره یې تر یوه کاله پورې خواري کړې او د خپلې هرې هڅې ویډیو یې له پنځه زاویو څخه کړې ده.

دا هم ولولئ

د ۲۰۲۲ کال په اړه حیرانوونکې خو وېرونکې وړاندوینې

د شپاړسمې پیړۍ مشهور فرانسوي ستور پیژندونکی نوسترادموس لکه څنګه چې د تېرو کلونو په …