کورپاڼه / روغتيا / آیا د نعناع یا ویلني له دې حیراوونکو روغتیایي ګټو خبر یاست؟

آیا د نعناع یا ویلني له دې حیراوونکو روغتیایي ګټو خبر یاست؟

نعناع یا ویلنی یو له روغتیایي بوټو څخه ګڼل کېږي، چې نه یوازې د پوستکي په ښکلي کولو کې مهم رول لوبوي، بلکې د هاضمي سیستم ته هم خورا ګټور تمامېږي او ډېره ښه خوشبویي هم لري.

نعناع یا ویلنی انسان ته د خوښۍ احساس ورکوي او ستړیا یې له منځه وړي او هغه کسانو ته یې دخوړلو سپارښتنه کېږي چې د ستړیا د له منځه وړلو او انرژۍ اخیستلو لپاره شيریني یا خواږه خوري.

د نعناع یا ویلني خوړل له بدن څخه زهري مواد وباسي، د سر درد له منځه وړي، د خولې بد بوی ورکوي، د سرطاني ناروغیو مخنیوی کوي، وینه پاکوي او د سابندۍ لپاره هم تر ټولو خورا ګټور دي.

نعناع په خپل ترکیب کې په زیاته کچه ویټامین بي۳ او فاسفورس لري، چې د پوستکي له روغتیا سره مرسته کوي. روغتیاپالان دا هم وایي، هغه کسان چې د معدې زخم لري، د نعناع تر خوړلو مخکې باید له ډاکټر سره مشوره وکړي.

نعناع یا د ویلني په پاڼو کې د بکټریا ضد ځانګړتیاوې هم شتون لري، چې پر پوستکي د راپیدا کېدونکي بکټریاوو مخنیوی کوي او له مخ څخه د داغونو د ورکولو وړتیا هم لري. د نعناع په پاڼو کې په زیاته اندازه انټي اکسیدان وي، چې د ویښتانو په وده کې مرستندویه تمامېږي او له تویېدو څخه یې په مخنیوي کې بیخي ګټور ګڼل کېږي.

دغه راز نعناع په استعمال سره دماغو ته سکون ور په برخه کېږي او بدن ته ځواک ورکول کېږي، چې په پایله کې انسان تروتازه ساتي.

دا هم ولولئ

که د ګردو تیږي لرئ نو په طبیعي ډول یې له منځه یوسئ

په اوسني دور کې بې شمېره کسان د ګردو یا بډوډ له تیږو او نورو …