کورپاڼه / بېلا بېل / آیا تاسې هم په غاړه کې دا ډول کرښې لرئ؟

آیا تاسې هم په غاړه کې دا ډول کرښې لرئ؟

پر غاړه کرښې جوړېدل نه یوازې د زړښت نښه وي بلکې ددې خبرې شاهدي هم وایي چې موږ له خپلې او ځان څخه څومره بې پروا یو. په دې لیکنه کې یو داسې ترکیب درښیو چې یاده ستونزه مو پرې حل کېدلی شي.

ددې لپاره چې د غاړې کرښې ختمې کړې، د ترکیب جوړولو لپاره یې ځینو اړینو توکو ته اړتیا وي، چې عبارت دي له دوه کاچوغو د نخودو اوړه، نیمه کاچوغه د اوړو سوډا، یوه کاچوغه د لېمو اوبه، نیمه کاچوغه مستې او نیمه کاچوغه د کوپرې یا بادامو تېل.

پورتني توکي ټول ښه سره ګډ کړئ، بیابه خپله غاړه یا ورمېږ ښه ووینځئ، یو دست پاک به په اوبو کې لوند کړئ، بیابه ترې اوبه وزبېښئ او غاړه یا ورمېږ به پرې پاک کړئ.

دغه راز یو برش به راواخلئ او په مرسته به یې یاد ترکیب نری-نری په غاړه ووهئ، لس دقیقو پورې به یې همداسې پرېږدئ خو خپله غاړه به نه خوروئ، له هغې وروسته به پاک کړئ او په اوونۍ کې درې ځلې دا کار وکړئ.

خو له د ترکیب له کارولو وړاندې لومړی وګورئ چې بدن خو به مو ورسره حساسیت نلري، یعنې دغه ترکیب لږه اندازه راواخلئ او د بدن په یوه برخه یې ووهئ.

دا هم ولولئ

ولې د هګیو ژېړ سره ورته والی لري، ځینې ژېړ رنګه او ځینې نارنجي وي؟

تاسو به د هګیو مختلف رنګونه لیدلي وي لکه نسواري یا سپین، خو ایا پوهیږئ …