کورپاڼه / روغتيا / د مفصلونو یا بندونو درد لامل خو به مو د یوریک اسید ډېرېدل نه وي؟

د مفصلونو یا بندونو درد لامل خو به مو د یوریک اسید ډېرېدل نه وي؟

ډېر شمېر خلک د بندونو یا مفصلونو له درد څخه رنځ وړي، خو په دې نه پوهیږي چې دا ستونزه ډېر وخت د یوریک اسید له امله رامینځته کیږي. ښایي د یوریک اسید له نوم سره اشنا یاست خو په اړه به یې ډېر نه پوهیږي.

یوریک اسید فاضله مواد دي چې د پیورین په نوم د کیمیاوي موادو په ماتېدو سره جوړېږي، بیا په وینه کې منحل کیږي او په پښتورګو کې د راټولېدو وروسته په ادرارو کې بهر کیږي. که چېرته په بدن کې د یوریک اسید کچه ډېره شي نو د کرسټالونه شکل خپلوي او په مفصلونو کې پاتې کېږي، چې دې حالت ته هایپروریسیمیا ویل کیږي.

اوس پوښتنه داده چې کوم ډول خواړه د یوریک اسید د ډېرېدو سبب کېږي؟ عضوي غوښه لکه ځیګر، سږي، زړه، پښتورګي او ترکاري یې، پالک، مټر، مرخېړی، لوبیا او الکولو کې په زیاته اندازه پیورین لري، چې یوریک اسید زیاتوي.

که یوریک اسید په بدن کې زیات شي، نو نښې یې عبارت دي له د مفصلونو شدید درد، سوروالی او پړسوب څخه. د مفصلونو درد دومره شدت هم خپلولی شي چې حرکت کول او تګ کول ورته ستونزمنوي. دغه راز د یوریک اسید د زیاتېدو په نښو نښانو کې د پښتورګو درد او د ګوتو پړسوب شامل دي.

د یوریک اسید د کنټرول لپاره ډاکټران وايي، چې عضوي غوښې لکه پښتورګی، ځيګر او د سږو غوښې له خوړلو ډډه وکړئ، وخت په وخت معاینات وکړئ. هر څومره چې امکان ولري اوبه وڅښئ، ترڅو له بدن څخه زهرجن مایعات وباسئ او همدارنګه که کومه نښې څرګندې شي سمدستي ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

دا هم ولولئ

که د ګردو تیږي لرئ نو په طبیعي ډول یې له منځه یوسئ

په اوسني دور کې بې شمېره کسان د ګردو یا بډوډ له تیږو او نورو …