کورپاڼه / روغتيا / آیا تاسې هم حساسیت لرئ؟ دا ډول خوراکي توکي وکاروئ

آیا تاسې هم حساسیت لرئ؟ دا ډول خوراکي توکي وکاروئ

حساسیت یوه له ډېرو عامو ناروغیو څخه ده او ډېر وخت د موسم او هوا په بدلانه سره د بدن د دفاعي سیسټم د کمزورتیا له امله رامنځ ته کیږي.

هغه څوک چې د حساسیت ستونزه لري، د درملنې لپاره یې اړینه ده چې پوه شي، چې له کوم شي سره حساسیت لري او د حساسیت ترټولو عام ډول عبارت دي له خاورې، گرد، ځینو خوړو، ګلانو، ربړ او یا هم له ځینو درملو سره حساسیت لرل.

حساسیت د انسان پر پوزه، ستوني، غوږونو او پوستکي باندي اغېز یا حمله کوي او ددې لپاره ځینې داسې خواړه هم شته چې د دفاعي سیسټم په پیاوړي کولو سره له یادې ناروغۍ مخنیوی رامنځته کوي.

که چېرته په ورځ کې یوه مڼه وخوړل شي نو دفاعي سیستم ته پیاوړتیا وربخښي او د حساسیت په ګډون د نورو ناروغیو مخه نیسي. بل لوري ته لېمو چې د ویټامین سي یوه غوره منبع ده هم دفاعي سیستم پیاوړی کوي او د حساسیت ستونزې له منځه وړي.

دغه راز که چېرته شین چای د خپل ورځني غذايي رژیم برخه وګرځول شي، نو د دفاعي سیسټم په پیاوړي کولو سره د حساسیت مخه نیسي. ددې لپاره هر ورځ باید دوه ګیلاسه شین چای وڅښل شي او د لا زیاتو ګټو لپاره په چای کې شات او لیمو زیات شي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د اوږد او سالم ژوند لپاره ګټور وي

څوک دا هیله نلري چې سالم، اوږد او ښه ژوند ولري، خو په اوسني دور …