کورپاڼه / خپلواک / ګلبدين نايب په فېسبوک کې پنځه بجې په ژوندۍ بڼه راځي
ګلبدين نايب

ګلبدين نايب په فېسبوک کې پنځه بجې په ژوندۍ بڼه راځي

خپلواک وېبپاڼه (۱۱ دسمبر ۲۰۱۹): د افغانستان ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر ګلبدين نايب نن پنځه بجې په خپله فېسبوکپاڼه باندې په ژوندۍ بڼه راځي، خو هغه دا نه دي ويلي، چې د څه لپاره په ژوندۍ بڼه راځي.

نن د افغانستان کرکټ بورډ له لوري راشد خان له لوبډلمشرۍ ليرې او پر ځای يې د ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان يو ځل بيا د ملي لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو.

اصغر افغان تر دې مخکې د راشد خان سره مرستيال لوبډلمشر و او راشد خان لوبډلمشر و، خو اوس راشد خان مرستيال لوبډلمشر او اصغر افغان لوبډلمشر شو.

دا هم ولولئ: اصغر افغان يو ځل بيا د ملي لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو

د نوي لوبډلمشر د ټاکل کېدو په رسنيزه ناسته کې ګلبدين نايب هم ګډون درلود، چې کوم مهال اصغر افغان د ملي لوبډلې لوبډلمشر يو ځل بيا ټاکل کېده.

خو هغه د څه لپاره په خپله فېسبوکپاڼه په ژوندۍ بڼه راځي، دا خبره واضحه نه ده. هغه په خپل پوسټ کې داسې کومه اشاره نه ده ورکړې، چې ايا هغه د اصغر افغان په مخالفت کې په ژوندۍ بڼه راځي او که د هغه په ملاتړ کې په ژوندۍ بڼه راځي، دا خو به وروسته له هغه معلومه شي، کله چې هغه په ژوندۍ بڼه راشي.

د يادولو ده چې ګلبدين نايب تر ۲۰۱۹ نړيوال جام مخکې د ملي لوبډلې د يو ورځنيو لوبو لوبډلمشر ټاکل شوی و، چې په نړيوال جام کې يې د افغان لوبډلې مشري وکړه، خو افغان لوبډلې په نړيوال جام کې کومه لوبه ونه ګټله او له نړیوال جام وروسته راشد خان د ټولو فارمېټونو لوبډلمشر وټاکل شو.

خو اوس تازه راشد خان يو ځل بيا له لوبډلمشرۍ ليرې شو او پر ځای يې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان لوبډلمشر وټاکل شو، اصغر افغان تر دې مخکې ۴ کاله د افغانستان ملي لوبډلې لوبډلمشر و، چې د هغه له ليرې کېدو سره سم ګلبدين نايب لوبډلمشر ټاکل شوی و.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …