کورپاڼه / جالب / په چین د ماشومانو د سر ګرد یا ګول جوړولو لپاره هیلمټ یا خولۍ خرڅېږي

په چین د ماشومانو د سر ګرد یا ګول جوړولو لپاره هیلمټ یا خولۍ خرڅېږي

په دې ورځو کې په چین کې د ماشومانو د سرونو ګردولو لړۍ پیل شوې او والدین په زرګونو ډالر د هغه هیلمټ او خولۍ د اخیستلو مصرفوي، چې د ماشومانو سرونه ګردوي او دا کار ددې لپاره کوي چې په چین کې ګرد سر درلودلو د ښکلا نښه ګڼل کېږي.

اوس په چین کې والدین د هغه ځانګړو بالښتونو او هیلمټونو اخیستلو هڅه کوي، چې کولی شي د ماشومانو سرونه ګردوي. راپورونه وایي د دې وسایلو پلور په یوې لویې سوداګرۍ بدل شوی او ډېر نور شرکتونو هم د ځانګړو هیلمټونو جوړول پیل کړي دي.

دې هیلمټونو یا خولیو ته سږکال په اکتوبر کې لېوالتیا ډېره شوې او زیات شمیر والدین آنلاین یا نورو پلورنځیو ته مخه کوي. د دوی تر ټولو مشهوره آله هیلمټ دی او هغوی پ دې باور دي چې دا هیلمټ یې د سرونو لپاره خورا ګټور وي.

هغوی په ورځ کې د څو ساعتونو لپاره خپلو ماشومانو ته هیلمټ یا خولۍ ور په سروي او په دې باور دي چې د ماشوم سر نرم وي او دا یې سر ګردوي.

لکه څنګه چې دا هیلمټ په بازار کې ډېر غوښتونکي لري، نو بیه یې هم ۴۳۰۰ ډالرو پورې ده او په علي بابا ویبپاڼه د بالښتونو بیه شل ډالر او د هیلمټ بیه پنځلس ډالر ده.

دا هم ولولئ

د ۲۰۲۲ کال په اړه حیرانوونکې خو وېرونکې وړاندوینې

د شپاړسمې پیړۍ مشهور فرانسوي ستور پیژندونکی نوسترادموس لکه څنګه چې د تېرو کلونو په …