کورپاڼه / روغتيا / که غواړئ ماشوم مو ځیرک یا هوښیار وي، نو د امیندوارۍ پرمهال دا ویټامین وکاروئ

که غواړئ ماشوم مو ځیرک یا هوښیار وي، نو د امیندوارۍ پرمهال دا ویټامین وکاروئ

د امیندوارۍ پرمهال د میرمنو لپاره ډېر وخت د هغه خوړو د استعمال لارښوونه کېږي، چې ګڼ شمېر ویټامینونه او منرالونه ولري، ځکه چې د مور خوراک د راتلونکې ماشوم پر روغتیا او روان نېغ په نېغه اغېز لري.

که چېرته مور د امیندوارۍ پرمهال له خپل ځان او روغتیا سره احتیاط ونه کړي، نو دا چاره نه یوازې میندې اغېزمنوي بلکې راتلونکی ماشوم یې هم تر بد اغېز لاندې راولي.

ډېر شمېر والدین هیله لري، چې ماشومان یې باید ځیرک یا ذهین او بیدار وي، نو که چېرته تاسې هم غواړئ چې ماشوم مو ځیرک یا هوښیار وي، نو د امیندوارۍ پرمهال ویټامین ډي وکاروئ.

وېټامین ډي د خوړو یوه مهمه برخه ده چې د بدن د مختلفو فعالیتونو لپاره خورا اړین وي. خو اوس یوې څېړنې ثابته کړې چې د امیدوارۍ پر مهال د مور بدن کې د وېټامین ډي اړینه او ګټوره کچه د ماشوم ذهني ودې لپاره هم ډېره ګټوره ده.

څېړنه زیاتوي د امیدوارۍ پر مهال د مور بدن کې د وېټامین ډي کچه او د ماشومانو ذهانت یو له بل سره ژوره اړیکه لري، نو له دې څېړنې وروسته ښایي ډېرې میرمنې دې برخې ته پام وکړي او د خپلو ماشومانو راتلونکی ښه کړي.

دا هم ولولئ

څنګه کولی شو چې په ژمي کې د پوستکي له سپوروالي ځان وژغورو؟

په ژمي کې د پوستکي سپوروالی یوه ډېره عامه ستونزه ده، چې د دې ستونزې …