کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / فیسبوک د ګروپ اډمین ته هم د پیسو ګټلو ځانګړنه رامنځته کوي

فیسبوک د ګروپ اډمین ته هم د پیسو ګټلو ځانګړنه رامنځته کوي

د فیسبوک ادارې لخوا د جوړو شوو نوو مقرراتو یا اصولو له مخې اوس د ګروپ اډمین هم کولی چې عاید یا ګټه ترلاسه کړي.

په دې اړه د یوه خپاره شوي راپور له مخې، فیسبوک د مونیټایزیشن په نوم یوه آپشن معرفي کړی، چې په مرسته یې د ګروپ کولی شي ترڅو د اعلاناتو له لارې عاید یا ګټه ترلاسه کړي.

فیسبوک به د ګروپ اډمین لخوا د کاروونکو د ګډون کولو لپاره میاشتني، کلنۍ یا یو ځلې فیس ټاکي او ګډون کوونکي به فیس له وړاندې ادا کوي، چې بیا د ګروپ اډمین سره نیمایي کېږي.

دغه راز فیسبوک په ګروپونو کې د ټولنیزو پلورنځيو د وسیلو شاملولو اعلان هم کړی، چې د ګروپ ایډیترانو ته به اجازه ورکړي چې مختلف توکي وپلوري یا د پروژې له لارې پیسې راټولې کړي.

فیسبوک د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې نوې وسیلې به د ګروپ اډمین ته اجازه ورکړي، چې نه یوازې نوې ځانګړتیاوې وکاروي بلکې خپله ټولنه به نوره هم متحرکه کړي.

د فیسبوک پر وینا، په راتلونکي کې به اډمین وکولی شي چې د ګروپ غړو ته د ټولنې له لارې لکه انسایټ فل، اپلیفټینګ یا هنر جایزې ورکړي، چې دا به د کاروبار په ښه کولو کې مرسته وکړي. د یادونې وړ ده چې دا ځانګړنه اوسمهال د فیسبوک ادارې لخوا ازمول کیږي.

دا هم ولولئ

وټساپ د کاروونکو اوږدمهاله ستونزه حل کړه

د فېسبوک ملکیت لاندې د پیغام رسولو اپلیکیشن وټساپ، په رسمي توګه کاروونکو ته په …