کورپاڼه / جالب / مچۍ هم پخپل منځ کې د پرازیټ په صورت کې ټولنیز واټن خپلوي

مچۍ هم پخپل منځ کې د پرازیټ په صورت کې ټولنیز واټن خپلوي

کله چې د شاتو ګبین ته کوم پرازیټ راځي نو مچۍ پخپلو کې ټولنیز واټن اختیاروي. په دې اړه د لندن پوهنتون او د ایټالیې د سیساري نومي پوهنتون په ګډه څېړنه کړې.

د څیړنې ګډون کوونکی کارپوه استاد ایلي سانډرو سیني ویلۍ دي، دا په ګبین کې د یو عام پرازیت شتون او د مچیو په ټولنیزو اړیکو کې د بدلون لومړی څرګند ثبوت دی.

مچۍ ټولنیز موجود دی او یو د بل پالنه کوي، خو کله چې د دوی په ټولنیزو اړیکو کې د وایروس یا ناروغۍ خطر وي، نو له بل څخه د ټولنیز واټن په ګډون په ډیرو نورو چارو هم عمل کوي او له دې په غومبسو او میږیانو کې هن ورته چلند لیدل شوی وو.

د څیړنې لپاره کله چې ساینسپوهانو د حشراتو پواسطه د مچیو ګبین ککړ کړ، نو بهر مچیو هغه حس کړ او خپله مشهوره نڅا یې بنده کړه، ځکه چې پدې توګه حشرات نورو برخو ته هم خپریدای شي. همدا حالت د ګبین په مرکزي برخه کې هم و، چېرته چې د مچیو پالونکو وړې مچۍ نور هم دننه کړې او د دوه ډوله مچیو تر منځ واټن نور هم زیات شو.

دا څیړنې بې له شکه د مچیو هوښیارتیا یا ځیرکتیا ښیې، چې په مرسته یې د میکروبونو او پرازیتونو څخه ځان ساتي.

دا هم ولولئ

هغه مشهور موږک مړ شو، چې د کرپټو کرنسۍ تجارت یې کاوه

د نړۍ په کچه مشهور موږک، چې د کرپټو کرنسیو یا ډیجیټل اسعارو تجارت یې …