کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / څېړنه: زلزلې د ونو په وده کې زیاتوالی راولي

څېړنه: زلزلې د ونو په وده کې زیاتوالی راولي

زلزلې، چې د طبیعي پېښو له جملې څخه دي، په رامنځته کېدو سره یې ډېر زیانونه واقع کېږي، خو اوس یې یوه ګټه دا څرګنده شوې ده، چې زلزلې د ونو وده د پام وړ زیاتوي.

د ساينسپوهانو په اند دا يوه حیرانوونکې خبره ده، خو د زلزلو شدت پخپله د ځمکې اوبه او په هغو کې ګټور غذايي مواد او مالګې له منځه وړي او د زلزلې ټکانونه کولی شي چې ونو ته اوبه ورسوي.

خو دا یو ابتدايي مفروضه ده او ساینسپوهان پدې باور دي چې په دې برخه کې لا زیاتو څیړنو ته اړتیا ده. له بلې خوا جینالوژیکي تاریخپوهنه یا ډینډروکرونولوژي په مرسته د زلزلې پرمهال د ونو د ودې په اړه څېړنې کېدلی شي.

په دې اړه د آلمان د پوتسدام په پوهنتون کې د اوبو کارپوه کرسچن موهر وايي، چې لویې زلزلې د ځمکې لاندې د اوبو جريان ګړندی کوي او سطحه یې لوړوي. د بوټو ریښې ډیرې اوبه ترلاسه کوي او پدې توګه په چټکۍ وده کوي. خو دا په هغو ونو باندې د پام وړ اغیزه نلري چې د ځمکي په سر زرغونېږي.

ساینسپوهانو د خپلو څیړنو لپاره چیلي غوره کړه، چیرته چې په ۲۰۱۰ کې په ۸.۸ شدت کې زلزله وشوه. کله چې په ۲۰۱۴ کال دا څېړنه کې پیل شوه، نو معلومه شوه چې په درو او هوارو میدانونو کې د ونو په وده کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

دغه راز په غرونو او غونډیو کې د ونو وده ورو وه او په کومو کې چې زیاتوالی راغلی و هغه لنډمهاله و. په هرصورت په دې توګه د زرګونه کاله پخوانو ونو څخه د زلزلو په اړه ارزښتناکه معلومات ترلاسه کیدی شي.

دا هم ولولئ

وټساپ د کاروونکو اوږدمهاله ستونزه حل کړه

د فېسبوک ملکیت لاندې د پیغام رسولو اپلیکیشن وټساپ، په رسمي توګه کاروونکو ته په …