کورپاڼه / جالب / په یوه څرخه بایسکل د درې سوه روبیک کیوبونو د حل نوی ریکارډ

په یوه څرخه بایسکل د درې سوه روبیک کیوبونو د حل نوی ریکارډ

یو امریکایی ځوان هغه وخت د ګینس نړیوال ریکارډ مات کړ، کله چې هغه په ​​یوه څرخه بایسکل د توازن په ساتلو سره درې سوه روبیک کیوبونه حل کړل.

اوولس کلن جیسي برادفورډ ویلي، کله چې یې دا کارنامه ترسره کړه، نو د ګینیس نړیوالو ریکارډونو ادارې څخه پیغام ترلاسه کړ، چې هغه په ​​​​بایسکل کې د خورا څرخیدونکي (پزل کیوبونو) په حلولو نوی ریکارډ جوړونکی شو.

براډفورډ، بروکس بلټین نیوز ته په خبرو کې ویلي، هغوی ماته همدا اوس بریښنالیک واستاوه او ما یې ویبپانه هم وکتله، زه په رښتیا هم باور نهشم کولی، دا د نه منلو وړ وه.

برادفورډ، چې د بروکس کمپوزیټ عالي لیسې مشر دی، د بایسکل چلولو پرمهال درې سوه روبیک کیوبونه حل کړل.

د یادونې وړ ده، له دې وړاندې په ۲۰۱۸ کال د یو بل امریکایي شخص کالیب میک لخوا د دوه سوه پنځوس روبیک کیوبونو حل کړي ول.

دا هم ولولئ

هغه مشهور موږک مړ شو، چې د کرپټو کرنسۍ تجارت یې کاوه

د نړۍ په کچه مشهور موږک، چې د کرپټو کرنسیو یا ډیجیټل اسعارو تجارت یې …