کورپاڼه / بېلا بېل / ولې د هګیو ژېړ سره ورته والی لري، ځینې ژېړ رنګه او ځینې نارنجي وي؟

ولې د هګیو ژېړ سره ورته والی لري، ځینې ژېړ رنګه او ځینې نارنجي وي؟

تاسو به د هګیو مختلف رنګونه لیدلي وي لکه نسواري یا سپین، خو ایا پوهیږئ چې د هګیو ژیړ هم مختلف رنګونه لرلی شي؟ ددې پوښتنې ځواب (هو) دی او د هګۍ ژېړ په روښانه ژېړ او نارنجي رنګه ژېړ رنګونو سره موندل کېږي.

خو ایا کله مو فکر کړی چې ولې د ځینو هګیو ژیړ د نورو په پرتله ډېر تېز ولې وي؟ د ژیړ رنګ تر شا راز د مشهور باور خلاف، د هګۍ ژیړ رنګ د چرګانو له ډولونو سره هیڅ تړاو نلري، خو دا فکتور د هګۍ د پوټکي پر رنګ هرو مرو اغیزه کوي

په بنسټیز ډول د هګیو ژېړ رنګ د چرګانو په خوراک پورې تړلی دی. هغه چرګان چې خوراک یې ژېړ رنګه یا نارنجي رنګه وي، د هغې چرګانو هګۍ هم نارنجی وي.

که چېرته چرګان د ګلانو پاڼې وخوري نو هګۍ به یې نارنجي وي، که چېرته سره شمله مرچک وخوري نو هګي به یې سور رنګ ژېړه وي.

خو دا خبره مو باید په یاد وي چې د هګیو ژېړ بېلابېل رنګونه د هګیو په ترکیب کې په پروټین او غوړو کوم اغېز نلري، خو هغه هګۍ چې نارنجي رنګه ژېړ لري نو په هغې کې پروټین ډېر او کلیسترول کم وي او څومره چې د هګۍ د ژېړو رنګ نارنجي په هماغه اندازه یې خوند هم ښه وي، خو په دې اړه ساینسي ثبوت نشته.

دا هم ولولئ

څېړنه: ماشومانو ته د ځیرک موبایل پرځای کاغذي کتاب ولولئ

د یوې نوې څیړنې له مخې، هغه والدین چې غواړي پر خپلو کوچنیانو زده کړې …