کورپاڼه / خپلواک / شفيق ستانکزی: د کرکټ بورډ له چيرمېن مننه چې اصغر يې بيا کپتان کړ
فرهان، اصغر او شفيق

شفيق ستانکزی: د کرکټ بورډ له چيرمېن مننه چې اصغر يې بيا کپتان کړ

خپلواک وېبپاڼه (۱۱ دسمبر ۲۰۱۹): د افغانستان کرکټ بورډ پخواني اجراييوي مشر شفيق ستانکزي بېرته د اصغر افغان په لوبډلمشر کېدو خوښي ښکاره کړې ده او دا يې د افغانستان کرکټ بورډ يوه ښه او غوره پرېکړه ګڼلې ده.

شفيق ستانکزي په خپل ټويټر کې ليکلي دي، چې د افغانستان کرکټ بورډ غوره پرېکړه، زه د کرکټ بورډ له چيرمېن فرهان يوسفزي ځانګړې مننه کوم، چې اصغر افغان يې يو ځل بيا د ملي لوبډلې د درې واړه فارمېټونو لوبډلمشر وټاکه.


د يادولو ده چې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي نن په يوه خبري ناسته کې د ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان يو ځل بيا د افغانستان ملي لوبډلې د درې واړه فارمېټونو لوبډلمشر وټاکه.

تر دې مخکې راشد خان د ملي لوبډلې لوبډلمشر و، چې د هغه په لوبډلمشرۍ کې افغانستان بنګله دېش او هند ته سفرونه وکړل او هلته يې له زمبابوې، بنګله دېش او ويسټ انډيز لوبډلو سره لوبې وکړې.

له راشد خان سره اصغر افغان د مرستيال لوبډلمشر په حېث و، خو تازه اصغر افغان د درې واړه فارمېټونو لوبډلمشر وټاکل شو او راشد خان د هغه مرستيال شو.

اصغر افغان چې تر دې مخکې هم ۴ کاله د افغان ملي لوبډلې لوبډلمشر پاتې شوی دی، هغه د ۲۰۱۹ نړيوال جام نه مخکې له لوبډلمشرۍ ليرې او پر ځای يې ګلبدين نايب د نړيوال جام لپاره لوبډلمشر وټاکل شو.

له نړيوال جام ترسره کېدو وروسته بيا ګلبدين نايب ليرې شو او د درې واړه بڼو لپاره راشد خان لوبډلمشر وټاکل شو، چې اصغر افغان يې مرستيالي کوله، خو يو ځل بيا لوبډلمشري اصغر افغان ته وسپارل شوه.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …