کورپاڼه / روغتيا / د ماهي غوښه خوړل د دماغي ناروغیو ژوند ګواښونکي خطر د پام وړ کموي

د ماهي غوښه خوړل د دماغي ناروغیو ژوند ګواښونکي خطر د پام وړ کموي

د ماهي غوښه خوړل د دماغي ناروغیو ژوند ګواښونکي خطر د پام وړ کموي. د یوې څېړنې پر اساس، د ماهي خوړل او د دماغي شریانونو د خطر د کمولو ترمنځ اړیکه شتون لري او کله دماغي شریانونو ته زیان رسېږي نو ډیمنشیا او فلج په څېر د ناروغیو خطر ډېرېږي.

څېړونکو موندلې، هغه کسان د ماهي له غوښې ډېره ګټه اخلي، په هغوی کې د نورو په پرتله د شریانونو د زیان نښې کمې وې. څیړنې ښودلې چې د ۶۵ او ۶۹ کلونو عمر ترمنځ د ماهي غوښه خوړل او د وینې شریانونو ناروغۍ ترمنځ اړیکه خورا پیاوړې ده.

څیړونکې وايي، په ډېرو کسانو کې د ډیمنشیا ناروغۍ خطر د بیولوژیکي او چاپیریالي عواملو له امله ډېرېږي او په دې تړاو د ژوند د چارو او رواني روغتیا ترمینځ په اړیکه پوهیدل، ډېر ګټور وي.

څېړونکې زیاتوي، هغه خواړه چې د زړه لپاره ګټور وي، هغه د دماغو لپاره هم روغتیا بخښونکې دي. دغه راز د وينې فشار او کولسټرول برابر ساتل، سګرټ نه څکول، له الکولو څخه ډډه کول او د ژوند چارې په سم ډول ترسره کول، دا ټول د دماغي روغتیا لپاره مهم دي.

له دې وړاندې هم د ګڼو څېړنو له مخې معلومه شوې وه، چې د ماهي غوښه خوړل د ډېرو ناروغیو څخه مخنیوی کوي او د اومیګا تري فیټي اسیدو شتون یې د ژر مړینې خطر تر څلور دیرش سلنو پورې کموي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د اوږد او سالم ژوند لپاره ګټور وي

څوک دا هیله نلري چې سالم، اوږد او ښه ژوند ولري، خو په اوسني دور …