کورپاڼه / روغتيا / ولې د کال په هر موسم کې د خرما خوړل ګټور وي؟

ولې د کال په هر موسم کې د خرما خوړل ګټور وي؟

د خرما خوړل د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت دی او ویل کیږي چې دا میوه له ۶۰۰۰ ق م څخه کرل کېږي او حاصل ورکوي. خرما د خوږو مېوو له جملې څخه ده چې ډېر ډولونه لري او ټول یې د روغتیا لپاره ګټور دي.

خرما د فایبر، پوتاشیم، مسو، منګنیز، مګنیزیم او ویټامین بي۶ په څېر مواد لري چې ډېرې روغتیايي ګټې لري او ښه خبره دا دی چې خرما د ټول کال په اوږدو کې په وچه او تازه کارول کېدلی شي او په دواړو حالاتونو ګټوره ده.

خرما د فایبرو په لرلو سره تر ډېره د لوږې احساس کموي، اشتها کابو کوي او د اوبو اړتیا ډېروي، چې په دې ډول خېټه ډکه ساتي او د وزن کمولو کې مرسته کوي او د خرما غذایي توکي د بدن دفاعي سیستم هم پیاوړی کوي، چې بیا د ناروغیو څخه خونديتوب رامنځته کوي.

د خرما بله ګټه داده چې د خوږې د خوراک اشتها کموي، لکه څنګه چې په بوره او نورو خوږو شیانو کې د کاربوهایډریټ کچه ډېره وي نو د شکرې ناروغي پیدا کوي او د فایبر شتون یې د هضم په برخه کې ګټور تمامېږي او د قبضیت مخنیوی کوي.

دغه راز خرما د پوتاشیم په لرلو سره د بدن د مابع او الکټرو لایټ توازن برابر ساتي، د عصبي سیستم، زړه ضربان او وینې فشار ښه ساتي او په دې ډول د زړه حمله او فلج خطر کموي او د بېلابېلو ویټامینونو په لرلو سره عصبي سیستم ته پیاوړتیا وربخښي.

که چېرته غواړئ د سترګو له ناروغیو وژغورل نو خرما داسې مرکبونه لري چې سترګې له ناروغۍ څخه خوندي ساتي او د کلسیم شتون یې د هډوکو لپاره خورا ګټور دی او که چېرته د بدن انرژي مو کمه وي نو له خرما ګټه پورته کړئ.

دا هم ولولئ

په ځوانانو کې د مفصلونو او عضلو درد او سببونه یې

په ډېر عمر لرونکو کسانو کې د مفصلونو یا بندونو درد په عام ډول موندل …