کورپاڼه / جالب / هغه شخص چې د غریبۍ له امله ځان پلوره، ونېول شو

هغه شخص چې د غریبۍ له امله ځان پلوره، ونېول شو

په ناجیریا کې یو شپږ ویشت کلن سړي په دې وروستیو کې د غریبۍ په سبب د ځان پلورلو هڅه کوله، چې بیا د اسلامي پولیسو حسبه (سیمه ایزو پولیسو) لخوا ونیول شو.

د بهرنيو رسنیو د راپور له مخې، د عليونا ادريس په نوم يو سړي چې له ډېر غربت څخه یې خپل ځان د شل میلونه ناجیریایي (نایرا) روپیو په بدل ځان پلوره، چې ځایي پولیسو ونېوه.

د ځايي رسنيو د معلوماتو له مخې، عليونا ادريس په لومړي ځل د اکتوبر په مياشت کې د ښار په سړکونو لېدل شوی، چې په بورډ یا لوخه یې خپل قیمت لېکلی و.

عليونا ادريس له ځايي رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې هغه په مسلکي ډول خياطي کوي، خو د بې وزلۍ یا غربت له امله يې بیا په لومړي ځل د کادونا په ښار کې هڅه وکړه، چې ځان وپلوري خو چا وانخیست، اوس د کارو ته راغی.

پولیسو ویلي، موږ د سې شنبې په ورځ عليونا ادریس ونیولو او ټوله شپه مو ساتلی و، خو په سبا ورځ مو بیا خوشې کړو.

دا هم ولولئ

د ۲۰۲۲ کال په اړه حیرانوونکې خو وېرونکې وړاندوینې

د شپاړسمې پیړۍ مشهور فرانسوي ستور پیژندونکی نوسترادموس لکه څنګه چې د تېرو کلونو په …