کورپاڼه / روغتيا / دا خوراکي توکي مو د درد په آرامولو کې مرسته کوي

دا خوراکي توکي مو د درد په آرامولو کې مرسته کوي

ډېر وخت کله چې له درد یا سوخت سره مخ کېږو، نو د آرامولو لپاره له درملو څخه ګټه پورته کوو، خو ځینې داسې خوراکي توکي شته چې په طبیعي ډول د درد په آرامولو کې مرسته کوي.

په دې خوراکپ توکو کې لومړی هوږه شامله ده، هوږه له کلونو راهیسې د درد د ارامولو لپاره استعمالیږي. نو که چېرته په یوه وړه کاشوغه د زیتونو غوړیو کې ګرمه شي او هغه ځای چې درد کوي، ورباندې غوړ شي نو درد به یې ارام شي.

دغه راز اوربشې هم د درد د ارامولو لپاره ډېرې ګټورې وي، په ځانګړي ډول هغه مېرمنې چې د حیض په دوره کې له دردونو کړېږي، نو اوربشې یې په ارامولو کې مرسته کوي.

انګور هم د ملا دردونو په ارامولو کې مرسته کوي او د وینې جریان تیزوي، چې دا چاره پخپله درد آراموي. لونګ چې د مساله جاتو له جملې څخه دي، د غاښونو د درد د ارامولو لپاره استعمالیږي.

روغتیاپالانو ویلي، که هر وخت د درد لپاره درمل یا ګولۍ وخوړل شي، نو ګڼې روغتیایي ستونزې رامنځ ته کوي او ګردو ته هم زیان رسوي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د بدن ویټامین ډي پوره کوي

ویټامین ډي د انسان بدن لپاره خورا اړین ګڼل کیږي او کمښت یې د هډوکو …