کورپاڼه / جالب / دې آلو د ګینس نړیوالو ریکارډونو زوړ ریکارډ مات کړ

دې آلو د ګینس نړیوالو ریکارډونو زوړ ریکارډ مات کړ

آلو زموږ د ډېرو خلکو د خوراک مهمه برخه جوړوي، خو ډېر خلک یې بیا نه خوښوي، خو نن ورځ درته د هغه آلو په اړه غږیږو، چې ښایي خوښ مو نشي، خو له حیرانتیا سره به مو هرو مرو مخ کړي.

که چېرته تاسې پخپله د سبزیجاتو د اخیستلو لپاره بازار ته لاړ شئ، نو وبه وینئ چې غټ آلوګان د چپسو لپاره کارول کیږي، خو نن د یو داسې ځانګړي آلو په اړه غږیږو چې نن څخه وړاندې به مو نه وي لیدلي.

د نیوزیلېنډ د هامیلټن ښار یو اوسیدونکي بزګر پخپله ځمکه کې په کرنه بوخت و، چې پښه یې په ځمکه کې پر یو څه ولګېده، په لومړي سر کې بزګر فکر وکړ چې دا یو عجیب فنګس دی چې ښایي غټ شوی و.

کله چې بزګر دا شی له ځمکې راوویست او پاک یې کړ او بیا یې خوند وکوت، نو ډېر حیران شو ځکه چې دا یو غټ آلو و. کروندګر او د هغه میرمن په دې باور دي، چې دا آله پخپله را شین شوی او دې اندازې ته د رسیدو لپاره به ډیر کلونه وخت نېولی دی.

کله چې آلو وتلل شو، نو وزن یې ۷.۸ کیلو ګرامه و. د ګینیس نړیوالو ریکارډونو له مخې، د هغه وخت ترټولو ډېر وزن لرونکی آلو په ۲۰۱۱ کال راښکاره شوی، چې وزن یې ۴.۹۸ کیلو ګرامه و.

دا هم ولولئ

د ۲۰۲۲ کال په اړه حیرانوونکې خو وېرونکې وړاندوینې

د شپاړسمې پیړۍ مشهور فرانسوي ستور پیژندونکی نوسترادموس لکه څنګه چې د تېرو کلونو په …