کورپاڼه / روغتيا / یوازې سبزیجات خوړل د روغتیا لپاره تاواني وي

یوازې سبزیجات خوړل د روغتیا لپاره تاواني وي

په عموم کې روغتیاپالان او د خوراکي توکو کارپوهان د سبزیجاتو او شنو سابو د خوړلو سپارښتنه کوي، ځکه چې د سبزیجاتو خوړل ګڼې روغتیایي ګټې لري.

خو که چېرته یوازې سبزیجات استعمال کړو او نور خوراکي توکي نه استعمالول د روغتیایي زیانونو سبب کېږي او د ګڼ شمېر ناروغیو ذ رامنځته کېدو لامل کېږي.

په دې تړاو روغتیایي کارپوهانو د خپلې څېړنې په پایله کې ویلي، هغه کسان چې له حیواناتو څخه د تر لاسه کیدونکو توکو څخه ځان ساتي او یوازې سبزیجات خوري، هډوکي یې کمزوري کېږي او ۴۳ سلنه یې د ماتېدو خطر ډېر وي.

روغتیایي کارپوهان وایي، هغه کسان چې یوازې غوښه خوري، هډوکي یې د سبزیجاتو استعمالونکو په پرتله ۲.۳ سلنه لږ ماتېږي. په دې څېړنه کې د ۵۵ زرو کسانو غذایي عادتونه تر څېړنې لاندې نیول شوي ول او د هډوکو پیاوړتیا یې په نظر نیول شوه.

د څېړونکو ډلې مشر ډاکتر ټیمي ټونګ ویلي:((د سبزي خورو بدن د کلسیم او پروټین له کمښت سره مخ کېږي، چې بیا یې د ماتیدو خطر ډېرېږي، نو د دې لپاره چې یو غذایي عادت خپل کړو، له وړاندې یې باید د ګټو او تاوانونو په اړه فکر وکړو.))

دا هم ولولئ

په ځوانانو کې د مفصلونو او عضلو درد او سببونه یې

په ډېر عمر لرونکو کسانو کې د مفصلونو یا بندونو درد په عام ډول موندل …