کورپاڼه / اسلام / د احادیثو په رڼا کې د درود شریف فضیلت

د احادیثو په رڼا کې د درود شریف فضیلت

ترټولو غوره درود شریف هغه درود دی، چې پخپله رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو ته ښودلی دی او د درود شریف تر ټولو مبارک کلمات هغه دي، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مبارکې ژبې څخه راوتلي دي، ځکه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم خبره هغه بې وحی نه وې.

حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه فرمايي، کله چې پر رسول الله صلی الله علیه وسلم درود ویئ نو په ښه ډول سره یې ووایاست. (سنن ابن ماجه ۸۰۶)

له ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دى، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایلي، چا چې پر ما يو ځل درود ووايه، الله تعالى به پر هغه لس رحمتونه نازل کړي (مسلم ٤٠٩)

له انس رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي، چا چې پر ما یو ځل درود ووایه، الله تعالی به پرې لس رحمتونه نازل کړي او لس ګناهونه به یې معاف کړي او لس درجې به یې لوړې کړي. (صحیح الجامع ۶۳۵۹)

له حضرت ابو الدرداء رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي، څوک چې سهار او ماښام لس ځله پر ما درود شریف ووایي، نو د قیامت په ورځ به یې زما شفاعت نصیب شي. (صحیح الجامع ۶۳۵۷)

دا هم ولولئ

هغه لومړني درې کسان چې دوزخ ته به ځي، څوک دي؟

د محشر په ورځ به الله تعالى له حساب وروسته خلکو ته د هغوى اعمالنامه …