کورپاڼه / جالب / ولې ښځې د سړیو په پرتله لږ ساړه احساسوي؟

ولې ښځې د سړیو په پرتله لږ ساړه احساسوي؟

کله چې د ژمي موسم کې ودونو یا نورو مراسمو ته لاړ شئ، نو وبه وینئ چې نارینه درانه کوټونه او جاکټونه اغوندي، په داسې حال کې چې ښځې د یخنۍ په اړه لږ او د خپل فیشن په اړه ډې فک کوي او داسې جامې اغوندي لیدل چې د یخنۍ احساس هم نه کوي.

د دی سن ویبپاڼې د راپور له مخې، د روان کال د اګست په میاشت کې د برتانیې د ارواپوهنې په ژورنال کې یو څیړنیز راپور ویل شوي ول، چې ښځې په حقیقت کې د نارینه وو په پرتله لږ ساړه احساسوي او دا یې په روان پورې تړاو لري.

د څیړنېزې ډلې غړې روزني فیلینګ پخپل ټیک ټیک اکاونټ په یوه خپره شوې ویډیو کې ویلي، چې د میرمنو لپاره د سړو یا یخنۍ د احساس کیدو په پرتله ښکلا ډېره مهمه وي.

نوموړی وایي، زموږ څېړنو ثابته کړې کله چې موږ پر یوه شی ډېر تمرکز کوو او لومړیتوب ورکوو، نو په داسې حال کې زموږ د بدن نورې اړتیاوې هم شاته پاتې کېږي او پام ورته نه کوو.

همدا حال د ښځو او د هغوی د یخنۍ د احساس کېدو په تړاو هم د تطبیق وړ دی. د ښځو لپاره لومړیتوب د هغوس ښکلا ده، دا چې هغی څومره وږی دي او څومره ساړه احساسوي او داسې نور، لومړیتوب ورته نلري او همدا لامل دی چې ښځې لږ ساړه احساسوي.

دا هم ولولئ

د ۲۰۲۲ کال په اړه حیرانوونکې خو وېرونکې وړاندوینې

د شپاړسمې پیړۍ مشهور فرانسوي ستور پیژندونکی نوسترادموس لکه څنګه چې د تېرو کلونو په …