کورپاڼه / جالب / آیا پوهېږئ چې د نړۍ ترټولو چاغ سړی څه خوري؟

آیا پوهېږئ چې د نړۍ ترټولو چاغ سړی څه خوري؟

په دې وروستیو کې د لنایي په تلویزون د مشهورې خپرونې (د نړۍ ترټولو چاغ سړی: ۱۰ کاله وړاندې) پرمهال د پاول میسن په نوم د یو سړي، چې یو وخت د نړۍ ترټولو چاغ سړی و، کیسه وشوه.

کله چې د هغه د خوراک په اړه د خپرونې لیدونکو معلومات ترلاسه کړل، نو ډې حیران شول، چې څنګه یو سړی دومره خوراک کولی شي.

د دی سن ویبپاڼې پر وینا ، پاول میسن د خپل چاغوالي په وروستیو پړاوونو کې په ورځ کې چاکلیټ او ۱۰۰ پاکټه کریسپس خوړل. سربیره پردې هغه د شپې ۴ برګر او څښاک او توکو استعمالول.

په هغه ورځو کې د پاول میسن وزن ۵۰۸ کیلو ګرامه و او په خوراک روږدي کېدل یې له کنټروله وتلي وو، چې بیا وروسته یې عملیات وکړل او وزن یې ۱۲۰ کیلو ته راټیټ شو.

پاول په خپرونه کې وویل، زه پ بازاري خوراکونو سخت روږدي وم او دومره غیر صي خواړه مې خوړل، چې غاښونه مې ولوېدل او کله چې د خپلې روږدي کېدو په اړه فکر کوم نو سخت پښېمانه کېږم.

دا هم ولولئ

د ۲۰۲۲ کال په اړه حیرانوونکې خو وېرونکې وړاندوینې

د شپاړسمې پیړۍ مشهور فرانسوي ستور پیژندونکی نوسترادموس لکه څنګه چې د تېرو کلونو په …