کورپاڼه / اسعار / لمونځ داسې کوه لکه هغه شخص چې لمونځ کوي چې معلومېږي اوس له دنیا څخه تلوونکی دی

لمونځ داسې کوه لکه هغه شخص چې لمونځ کوي چې معلومېږي اوس له دنیا څخه تلوونکی دی

د لمونځ آداب په بنسټیز توګه په دوه ډوله دي، چې ځینې داخلي کیفیاتو او ځینې یې بیا ظاهري حالت پورې اړه لري، د بنده ګۍ تقاضا خو داده چې د الله تعالی په حضور کې حاضرېږي نو ټول آداب مراعتوي، سترګې به ټیتي ساتي او زړه به یې د الله تغالی له هیبت لړزېږي، یعنې داسې باید وګڼل شي چې د الله تعالی په دربار کې ولاړ یم او لږ تر لږه دومره یقین خو باید ولرو چې الله تعالی زموږ له حاله خبردار دی او زموږ کوم حرکت یا خیال ورڅخه پټ نه دی.

رسول الله صلی الله علیه وسلم یو صحابي ته نصیحت کاوه او ورته یې فرمایل: لمونځ داسې کوه لکه هغه شخص چې لمونځ کوي چې معلومېږي اوس له دنیا څخه تلوونکی دی، که ته چېرته الله تعالی نه ویني نو هغه خو دې ویني.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سیرت کې داسې ډېر شیان راغلي که چېرته پرې عمل وکړو نو په لمونځ کې مو خشوع او خضوع رامنځته کېدلي شي.

له لمونځ څخه دمخه ټول هغه کارونه خلاص کړئ چې په لمونځ کې مو توجه اړوي، مثلاً که ډوډۍ تیاره وي نو لومړی ډوډۍ وخورئ.

هغه مصله چې په رنګا رنګ ګلونو او رنګونو جوړه شوي مه استعمالوئ ځکه چې دغه ډول ټوټه یا مصله مو په لمونځ کې توجه خرابوي.

د لمونځ لپاره په سم ډول سره اودس وکړئ او په ډول هم په لمانځه کې خشوع او خضوع رامنځته کېږي.

د الله تعالی په دربار کې د یو عاجز غلام په څېر ودرېږئ، په بې پروایۍ درېدل، ښي او کیڼ لوري کتل، سترګې ښکته او پورته کول د لمانځه آداب نه دي.

دا هم ولولئ

افغانۍ او بهرني اسعار

۴ قوس ۱۴۰۰ کال: د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعارو تازه نرخونه

امریکایي ډالر، چې تېره ورځ په ۹۶ افغانیو باندې تبادله کېدل، نن یې په نرخ …