کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / وټساپ د کاروونکو اوږدمهاله ستونزه حل کړه

وټساپ د کاروونکو اوږدمهاله ستونزه حل کړه

د فېسبوک ملکیت لاندې د پیغام رسولو اپلیکیشن وټساپ، په رسمي توګه کاروونکو ته په څلورو ډیوایسونو کې د اکونټ د چلولو اجازه ورکړه.

د ټیکنالوژۍ د څاروونکې ویبپاڼې د راپور له مخې، وټساپ په ټوله نړۍ کې د خپلو ټولو دوه ملیارده کاروونکو لپاره د (لینک یا ملټي ډیوایس) ځانګړتیا معرفي کړه.

اوس به د دې ځانګړتیا پر اساس کاروونکي وکولی شي، چې په څلورو ډیوایسونو کې یو اکاونټ وکاروي، چې درې یې په دویمو اکونټونو کې شمېرل کېږي.

کاروونکي کولی شي له ټولو څلورو ډیوایسونو څخه پیغامونه ترلاسه او واستوي، په داسې حال کې چې غږیز او ویډیویي زنګ وهلو اسانتیا به هم ولري.

د دې ځانګړنې له مخې، دا اړینه نه ده چې د کارونکي اصلي یا لومړني موبایل دې له انټرنیټ سره وصل وي، یو ځل چې ډیوایس سره ونښلي، نور که موبایل په کور کې هم وي، نو کولی شئ چې له اکونټ څخه په کمپیوټر، ویب او ټب کې کار واخلئ.

له دې وړاندې دا ځانګړنه د بیټا ورژن د وټساپ کاروونکو لپاره د ازمایښت په حال کې وه، چې له یوې بریالۍ تجربې وروسته یې اوس د انډرایډ او (iOS) کاروونکو لپاره معرفي شو.

ددې لپاره د وټساپ سټسنګ ته لاړ شئ او هلته (لینک ټو ډیوایس) باندې کلیک وکړئ، نو بیا به د حساب اضافه کولو آپشن ووینئ، له هغې وروسته به لږ تر لږه یو ځل کوډ سکین کولو ته اړتیا وي او کولی یې هم شي پخپله خوښه کوم ډیوایس لاګ اوټ کړي.

دا هم ولولئ

څېړنه: زلزلې د ونو په وده کې زیاتوالی راولي

زلزلې، چې د طبیعي پېښو له جملې څخه دي، په رامنځته کېدو سره یې ډېر …