کورپاڼه / روغتيا / د پیازو په خوړلو سره زموږ په بدن کې کوم بدلونونه راځي؟

د پیازو په خوړلو سره زموږ په بدن کې کوم بدلونونه راځي؟

پیاز زموږ په کورونو کې نه یوازې د سلاد په توګه کارول کیږي، بلکې په پخلی کې د اساسي توکي په ډول هم استفاده کېږي. پیاز ډېرې ګټې لري، خو له خوراک سمدستي وروسته په بدن کې داسې بدلونونه راولي چې ډېر لږ خلک پرې پوهېږي.

پیاز هم د ډېرو مېوو او سبزیجاتو په څېر فرکتوز لري، کله چې فرکټوز کولمو ته رسېږي، نو په بدن کې دننه باکتریاوې یې په ماتولو پیل کوي، چې په پایله کې د ګیس شکل خپلوي.

پیاز زموږ د هاضمې سیستم په نلونو کې هغه عناصر په تحرک یا حرکت راولي چې د سوخت پیدا کېدو سبب کېږي او له خوراک وروسته دا سوخت نور هم ډېروي.

پیاز د (lachrymatory factor) په نوم کیمیاوي مواد لري، چې د چاقو په لګېدو سره خارجېږي او شاوخوا خپرېږي، نو ددې لپاره اړینه ده چې د پیازو پرې کولو لپاره تېره چاقو استعمال شي، ترڅو ژر تر ژر پرې شي.

د کولمو د روغتیا لپاره پروایوټیکس ډېر اړین وي، خو پروبایوټیکس د پري بایوټیکس پرته په سم ډول کار نه کوي، په داسې حال کې چې پیاز د پري بایوټیکس منبع ده نو ځکه خو پیاز د کولمو لپاره ګټور وي.

پیاز د انټي اکسیډنټ په برخه کې بډایه دي، نو ځکه خو د زړه لپاره خورا ګټور دي، په ځانګړې توګه سره پیاز د روغتیا لپاره ډېر ښه وي. د څېړنو له مخې هغه خلک چې پیاز خوري د زړه د حملې احتمال یې کم وي.

دا هم ولولئ

که د ګردو تیږي لرئ نو په طبیعي ډول یې له منځه یوسئ

په اوسني دور کې بې شمېره کسان د ګردو یا بډوډ له تیږو او نورو …