خپلواک وېبپاڼه (۱۱ دسمبر ۲۰۱۹): د اصغر افغان د بېرته کپتان کېدو په غبرګون کې د ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او لوبغاړی ګلبدين نايب په فېسبوک کې په ژوندۍ بڼه راغی او په نړيوال جام کې د هغه دسيسې او ټول حقيقتونه يې له ولس سره شريک کړل.
ګلبدين نايب وويل، چې د کرکټ بورډ هرې پرېکړې ته احترام لري او اصغر افغان ته د بيا لوبډلمشر کېدو مبارکي ورکوي، خو وې ويل چې هغه نه غواړي له داسې يو چا سره په ټیم کې لوبه وکړي، چې هغه خاين دی او د افغانستان په نوم او بېرغ يې رشخند وهلی دی.
ګلبدين نايب وويل، چې په نړيوال جام کې لوبډله يوازې د هغه نه وه، بلکې لوبډله د افغانستان وه او هغه به دوی ته ويل چې د افغانستان لپاره لوبه وکړئ، خو اصغر او د هغه ډلې به ورپسې خاندل او رشخند به يې پرې وهلو.
هغه وويل چې اصغر افغان هغه څوک دی چې په نړيوال جام کې يې بدبختۍ رامنځته کړې، نو ځکه هغه نه غواړي چې له هغه سره په لوبډله کې ولوبېږي، هغه وويل چې زه له کرکټ استعفا ورکوم او تر هغه به په ملي لوبډله کې ونه لوبېږم، تر څو چې اصغر افغان کپتان وي، ځکه هغه خاين دی.
ګلبدين نايب وايي، چې ډوميسټيک لوبې کوم، خو نور کرکټ نه کوم. هغه همدا راز وويل چې د کرکټ بورډ چيرمېن او مشرانو ته ډېر احترام لري او فکر کوي چې هغوی هره پرېکړه کړې، نو ګټوره به وي.
هغه زیاته کړه، چې دا يوازې اصغر نه دی، بلکې پوره ډله ده چې مشر يې عاطف مشعل دی. هغه وويل چې عاطف مشعل هغه څوک دی چې له کله نه کرکټ ته راغلی دی، کرکټ ښه ورځ نه ده ليدلې. ګلبدين وايي چې په نړيوال جام کې عاطف مشعل او اصغر افغان او د دوی ډلې پوره کوشش وکړ چې دی بدنام کړي او د افغانستان نوم بدنام کړي.
هغه وويل چې زه د کپتانۍ شوقي نه يم، ځکه کله چې راشد کپتان شو نو لومړنی کس زه وم چې هغه ته مې مبارکي ورکړه، خو په وينا يې، چې نبي يې ښه ملګری و او راشد خان دواړو په ګډه د هغه پر ضد ټويټونه وکړل، چې دا يې د مشعل په وينا کړي و.
هغه وويل چې زه نن حقيقت ځکه وايم چې زه دې خلکو ډېر ځورولی يم او د افغانستان سره يې خيانت کړی او د افغانستان په نوم او بېرغ يې رشخند وهلی دی.
ګلبدين وايي چې اصغر د خپل ورور لپاره د هغه کرکټ تباه کړ، همدا راز د خپل ځان لپاره يې بيا سميع الله شينواری تباه کړ.
هغه وويل چې تر څو اصغر کپتان وي، په ټلويزيون به يې لوبه ګوري او تشويقوي به يې، خو له هغه سره لوبه نه کوي ځکه چې کرکټ ته ټولې بدبختۍ هغه راوړي دي.
ګلبدين وايي، چې په ژوند کې يې دوه ځلې ژړلي دي، يو ځل هغه مهال چې کله يې لور مړه شوې وه او دويم ځل يې په نړيوال جام کې وژړل، چې دغه خلکو ورسره کوم څه ونکړل.
ګلبدين وايي چې اصغر بايد محکمه شي، خو د محکمې پر ځای هغه بيا راغی او لوبډلمشر شو. هغه وويل چې هېڅ کله لايف نه دی راغلی خو ډېر مجبوره شو، تر څو دا حقيقتونه خلکو ته ووايي.