کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / وټساپ غواړي د لېږل شوي پیغام د ډیليټ کولو محدودیت ختم کړي

وټساپ غواړي د لېږل شوي پیغام د ډیليټ کولو محدودیت ختم کړي

وټساپ د پیغام رسونې یو له ترټولو مشهور اپلیکیشن دی، چې د نړۍ په ګوټ-ګوټ کې په میلونونه کاروونکي لري او له بېلابېلو ځانګړتیاوو څخه خبر دي.

د وټساپ کاروونکي په دې پوهېږي، که چېرته په تېروتنه چاته پیغام واستوي نو څنګه به یې (ډیلیټ فار ایوري ون) یعنې چاته یې استولی څنګه ډیلیټ کړي، خو که چېرته په لږ وخت کې ډیلیټ نشي نو ګټه نلري.

اوس د وټساپ شرکت پرېکړه کړې چې د اپلیکیشن دغه ستونزه حل کړي او د دې لپاره د انډرایډ اپلیکیشن په نوي بیټا ورژن کې یوه ځانګړنه ازمویل کېږي، د دې ځانګړتیا تر ټولو ښه ګټه دا ده چې څو میاشتې زاړه لېږل شوي پیغامونه هم ډیليت کوي.

د یادولو وړ ده چې وټساپ دغه ځانګړتیا په ۲۰۱۷ کال کې معرفي کړی و او هغه مهال یې د یو پیغام د ډیلیټ کولو لپاره ۷ دقیقې وخت ورکړی و، چې وروسته په ۲۰۱۸ کال کې دا وخت یو ساعت ۸ دقیقې ۱۶ ثانیو ته راټیټ شو.

ددې ځانګړنې د رامنځته کېدو څلور کاله وروسته اوس په دې اړه فکر کېږي، چې د وخت محدودیت ختم کړي. دا چې دا اسانتیا به کله د کاروونکو د ګټه اخیستنې وړ وګرځي، په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

دا هم ولولئ

د فیسبوک د نوم په بدلون سره یو نوم ورکي شرکت شهرت ترلاسه کړ

له کله راهیسې چې فیسبوک په خپل نوم کې بدلون راوستی او د شرکت نوم …