کورپاڼه / روغتيا / پنیر وخورئ او هډوکي مو پیاوړي کړئ

پنیر وخورئ او هډوکي مو پیاوړي کړئ

د عمر په تېرېدو یا په بدن کې د ویټامین ډي او کلسیم کمښت د هډوکو د کمزورۍ سبب کېږي، چې بیا د (اسټیوپوروسس) ناروغۍ رامنځته کوي او انسان له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ کوي.

ددې ستونزې د حل لپاره په خوراک کې د پنیر اضافه کول خورا ګټور وي، ځکه چې پنیر په خپل جوړښت کې په ډېره کچه ویټامین ډي او کلسیم لري، د هډوکو لپاره ګټور تمامېږي.

له یوې څېړنې څخه معلومه شوې، چې د پنیر په استعمال د غاښونو پر شاوخوا میکروبونه نه راټولېږي، چې په دې ډول د غاښونو د خوندیتوب ساتنه کوي.

خو باید یاد ولرئ چې له اړتیا ډېر پنیر استعمالول ښه نه وي، ځکه چې پنیر په ډېره اندازه غذاي مواد او کالوري لري، چې په سبب یې د چاغوالي ستونزه پیدا کوي.

که چېرته غواړې چې د بدن د پروټینو او ویټامین بي ۱۲ اړتیا مو پوره کړئ، نو پنیر یې غوره انتخاب دی، ځکه چې پنیر د یادو غذایي موادو ښه منبع ده، خو یوه خبره په یاد لرئ، کله چې له بازار څخه پنیر اخلئ نو د لږ سودیم لرونکې پنیر واخلئ.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د بدن ویټامین ډي پوره کوي

ویټامین ډي د انسان بدن لپاره خورا اړین ګڼل کیږي او کمښت یې د هډوکو …